کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : په قطر کې یوه باوري سرچینه وایي چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات ددغه هېواد په پلازمېنې دوحې ښار کې ترسره شي.
دغې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غبرګولي په ۱۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې تقریبا دا خبره د نهایي کېدو په حال ده چې بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې وشي.
سرچینې زیاته کړې، چې طالبان له پیل څخه په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ترسره کېدو ټینګار کوي او د قطر حکومت هم سخت علاقمند دی چې دا خبرې هلته ترسره شي.
یادې سرچینې وویل چې په قطر کې پخوا هم د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ ناستې شوې او د امریکا او طالبانو خبرې هم دلته په بریالیتوب سره ترسره شوې دي.
که څه هم سرچینې د خبرو ددقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل, خو زیاته یې کړه چې د شاوخوا دوه اوونیو په ترڅ کې د خبرو د پیلېدو امکان زیات دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبان له خبرو مخکې د خپلو پنځو زرو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي او که حکومت یې ژر خوشې کړي، نو خبرې هم ژر پیلېدای شي.
یادې سرچینې وویل چې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ هم د بین الافغاني مذاکراتو او بندیانو خوشې کولو پر سر تازه خبرې اترې شوې دي.
خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله څو ورځې مخکې هیله مندي څرګنده کړې چې ممکن بین الافغاني مذاکرات په راتلونکو دوو اوونیو کې پیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي هم درې ورځې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې له افغان حکومت او طالبانو سره د بین الافغاني مذکراتو د ځای او نېټې په اړه په خبرو بوخت دي.
د یادونې ده چې د قطر ترڅنګ جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هم د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته لیوالتیا ښودلې وه.
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، چې په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، له مخې یې باید بین الافغاني مذاکرات تر لاسلیک وروسته لسو ورځو کې پیل شوي وای، خو د بندیانو په اړه دا ختلافاتو له امله دا خبرې تراوسه ځنډېدلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن