کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : د بهرنیو چارو سرپرست وزیرمحمد حنیف اتمر او د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن انا اریکسن سوریده سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر بهیر، د اسلامي جمهوري نظام پر ټینګښت او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیاپه اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۶مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې اتمر د افغان سولې له بهیر څخه د ناروې د دومداره ملاتړ او د بشري همکاريو له امله قدردانی وکړه او ورپسې یې د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل. اتمر همدارنګه د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل لپاره هیله څرګنده کړه او له دې لارې یې د سرتاسري بشردوستانه اوربند د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې د رول د پراختیا غوښتنه وکړه. میرمن سوریده په تېر کې د تاوتریخوالي کمښت او لنډ مهالی اوربند ښه پرمختګونه وبلل او د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې یې د افغان دولت له اقداماتو ملاتړ وکړ. نوموړې افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې د سولې په بهیر او بین الافغاني مذاکراتو کې به د افغانستان د خلکو له غوښتنو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د لا نورو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره خپل چمتوالی وښود. د یادونې ده چې ناروې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ممکن هلته بین الافغاني مذاکرات ترسره شي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن