ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد علي: ګڼ شمېر پاکستاني وسله وال د ننګرهار ځینو ولسوالیو ته راغلي

احمد علي: ګڼ شمېر پاکستاني وسله وال د ننګرهار ځینو ولسوالیو ته راغلي

author avatar
5 Jun 2020 - 15:18
احمد علي: ګڼ شمېر پاکستاني وسله وال د ننګرهار ځینو ولسوالیو ته راغلي
author avatar
5 Jun 2020 - 15:18

جلال اباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي، بهرني وسله وال چې زياتره يې د پاکستان اپريدي او اورکزي دي، د دې ولايت شېرزادو او حصارک ولسواليو ته راغلي او هلته د وسله والو د روزنې لپاره د مرکزونو په جوړولو بوخت دي.

احمد علي حضرت که څه هم وايي چې د پخوا په پرتله د دغه ولايت امنيت ډېر ښه شوی، خو بيا هم خوږياڼي، شېرزاد او حصارک ولسوالۍ نا امنه یادوي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې په  دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، که حکومت يې پر وخت غم ونه خوري، نو لکه په تېر کې چې د داعش په جامه کې ختيځ وځپل شو دا ځل به د لشکر طيبه او جيش محمد په نومونو ټول هېواد او په ځانګړې توکه ختيځ ولايتونه نا امن کړي.

دی وايي، معلومات يې تر لاسه کړي چې د پاکستان له لارې سلګونه بهرني وسله وال چې زياتره يې د پاکستان اورکزي او اپريدي دي د ډيورنډ له فرضي کرښې دې غاړې ته راغلي او حصارک او شېرزادو ولسواليو کې ځای پرځای شوي دي.

د ننګرهار ولايت د ولایتي شورا رییس زیاتوي: ((د پاکستان د لشکر طيبې،  جيش محمد ترهګر دغه راز اورکزي او اپريدي وسله وال د پاړه چينار له لارې راغلي دي، په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې غواړي چې دلته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او ننګرهار يو ځل بيا نا امنه کړي. )

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې ژر تر ژره دغو درې واړو ولسواليو کې عمليات پيل کړي چې له يوې خوا ولسوالۍ امن او خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او له بلې خوا د وسله والو دغه پلان هم عملي کېدو ته پرېنښودل شي.

د ولايتي شورا رييس دغه راز په دغو درې واړو ولسواليو کې د پرمختيايي او رغنيزو پروژه د پيل غوښته هم وکړه او ويې ویل ، يادې ولسوالۍ له پامه غورځول شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی که څه هم نه ردوي چې ننګرهار کې دې بهرني وسله وال نه وي خو وايي امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د وسله والو د هر راز فعاليتونو او بريدونو مخه ونيسي.

هغه زیاته کړه : (( له پخوا څخه بهرني وسله وال، د وسله والو ډلو رهبري کوي او ترورېستي فعاليتونو کې برخه اخلي خو موږ ولس ته دا ډاډ ورکوو چې د دوی مېړني ځواکونه به د خپلو سرونو په قربانۍ سر د خلکو ساتنه کوي. ))

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې شاوخوا شپږ نیم زره پاکستاني وسله وال د طالبانو په لیکو کې په افغانستان کې جنګیږي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې سلګونه پاکستانی وسله والو چې دداعش په لیکو کې ننګرهار ته راغلي وو، دامنیتي ځواکونو له خوا  له ښځو او ماشومانو سره نیول شوي وو، چې یو شمېر یې د سپین ږیرو په منځګړیتوب هغوی ته وسپارل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.