د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې ۱۸۹۶۹ کسان پر کرونا اخته او ٣٠٩ مړه شوي دي

افغانستان کې ۱۸۹۶۹ کسان پر کرونا اخته او ٣٠٩ مړه شوي دي

Jun 05, 2020 - 15:18

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩١٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۱۸۹۶۹ ته لوړشوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ١٦ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٥٧٠ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٩١٥ يې مثبتې وې.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۱۸۹۶۹ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شويو پېښو کې ٤٢٣ په کابل، ٢٠١ په هرات، ١١٦ په بلخ، ٢٩ په کندوز، ٢٣ په کونړ، ٢١ په کندهار، ٢١ په فراه، ٢١ په سرپل، ٢٠ په هلمند، ١٥ په سمنګان، ١١ په پکتيا، اووه په ننګرهار، څلور په ميدان وردګو او درې هم په لغمان ولايتونو کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٣٠٩ ته ورسېد.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٧٨ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ١٧٦٣ ته لوړه شوه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan