ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا : له افغان ځواکونو د دفاع په موخه مو پر طالبانوهوایي بریدونه کړي

امریکا : له افغان ځواکونو د دفاع په موخه مو پر طالبانوهوایي بریدونه کړي

author avatar
5 Jun 2020 - 17:16
امریکا : له افغان ځواکونو د دفاع په موخه مو پر طالبانوهوایي بریدونه کړي
author avatar
5 Jun 2020 - 17:16

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وایي چې له افغان ځواکونو څخه یې د دفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ د غبرګولي په ۱۶مه، تر غرمې وروسته په ټویټر کې لیکلي چې دا بریدونه یې تېره شپه په فراه او نن غرمه یې په کندهارولایتونو کې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې تېره شپه شاوخوا ۲۵ وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پلان درلود، دغه راز نن غرمه په کندهار ولایت کې هم طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه پلان کړي وو.

سوني لګیټ ویلي چې په دواړو ولایتونو کې د دوی هوایي ځواکونو له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو نن سهار د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې په یوه هوایي برید کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د کندهار ولایت ځایي مسوولینو تراوسه د هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي ځواکونو ویلي چې دا د اختر په ورځو کې له پیل شوي اوربند وروسته لومړي هوایي بریدونه دي چې د دوی له خوا پر وسله والو طالبانو ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې له طالبانو سره شوي تړون کې راغلي چې امریکایي ځواکونه به د اړتیا پر مهال له افغان ځواکونو دفاع کوي او یو ځل بیا دا ژمنه تکراوي. 

هغه له ټولو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د سولې پروسه په ښه توګه پرمخ ولاړه شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.