د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ایراني امنیتي ځواکونو درې نور افغانان وژلي"

"ایراني امنیتي ځواکونو درې نور افغانان وژلي"

Jun 05, 2020 - 12:04

 کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : راپورونه وایي چې ایراني امنیتي ځواکونو پر هغه موټر ډزې کړې چې په کې افغانان سپاره وو او درې تنه یې وژلي دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د یزد ولایت پر کمربندي سړک رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې، ایراني مسوولینو ویلي چې د زیات سرعت له امله دغه موټر اور اخیستی او په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سفارت وایي چې په اهدان ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ په مرسته یې د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. بلخوا په تهران کې د افغانستان سفارت بي بي سي ته ویلي چې له یادې پېښې یوه ژغورل شوي تن ورته ویلي چې پر موټر ایراني ځواکونو ډزې کړې او بیا یې اور اخیستی دی. هغه زیاته کړې چې په دې موټر کې ۱۴ تنه سپاره وو، چې ۱۳ یې افغانان وو ، درې وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپیان شوي دي. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په دې پېښه کې درې افغانان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د یادونې ده چې ایراني سرحدي ځواکونو تېره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال سرحد سره سیندته غورځولي وو، چې له امله یې تر ۲۰ پورې مړه او یو شمېر یې ځانونه ایستلي وو. د افغانستان حکومت پر دې پېښه کلک اعتراض کړو او څو ورځې مخکې یو ایراني پلاوی په دې اړه د ګډو څېړنو لپاره کابل ته راغلی و. خو دایران د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ وویل چې ددوی سرحدي ځواکونو دغه کار نه دی کړی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan