کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر له دوو نورو کسانو سره په یوه چاودنه کې ټپيان شوي دي. د اوبې امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزي ویلي چې دوی پرون د ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ماین کشف کړی و، چې د شنډولو پر مهال یې هلته بل ماین چاودنه کړې ده. ده زیاته کړې چې په دې چاودنه کې هغه ، د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او دوه نور امنیتي پرسونل ټپیان شوی دي. د الکوزي په وینا، ددوی روغتیایي وضعیت ښه دی، خو د ملي امنیت د مدیر وضعیت ښه نه و او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ددولت وسله والو مخالفینو تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن