کابل(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹): يو شمېر مدني فعالانو د دوکتور نيازي وژل وغندل او ويې ويل، د هېواد دښمنان د داسې کسانو په وژلو سره د عدالت غوښتې او حق غږ نه شي غلی کولای او پر امنيتي چارواکو يې غږ وکړ چې د ورته کسان امنيت خوندي کړي.
دوکتور محمد اياز نيازی د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د وزير محمداکبرخان جومات کې د چاودنې له امله د يو بل کس په ګډون ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
د هغه جنازه تېره ورځ د حج او اوقافو د سرپرست وزير په امامت غازي لوبغالي ترسره او د وزير محمد اکبر خان جامع جومات په انګړ کې خاور ته وسپارل شو.
د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنو د بنسټ مشر فريد فدايي د غبرګولي په ۱۶ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد دښمنانو په ډېر ناځوانمردانه ډول د هېواد ستر ديني شخصيت وواژه.
هغه زیاته کړه :"د هېواد او وطن دښمنانو د دوکتور نيازي غږ خپه کړ، خو په ياد دې ولري چې هېڅ وخت زموږ د عدالت غوښتنې او حق غږ نه شئ غلى کولای."
بل مدنی فعال صدام دلاور هم د دوکتور نيازي وژنه وغندله او د هغه نشتوالی يې يوه نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله.
دی زياتوي:"دوکتور نيازی هغه ديني عالم و چې له ډار پرته يې تل د حق او عدالت غږ پورته کاوه او تل يې د هېوادوالو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره هر اړخېزې هڅې کولې."
مدني فعال شهرام رحماني وویل چې د دوکتور نيازي پر وژنې نه يوازې افغانان، بلکې ټوله نړۍ دردمنده شوې، ځکه نوموړی داسې ديني عالم و چې له هر ډول تبعيض پرته يې ددین او وطن خبرې کولې او تل يې د حق وينا کوله.
هغه هم وویل چې دغه کار د ترهګرو، ایران او پاکستان جاسوسانو له خوا ترسره شوی او په ډاګه یې کړه چې د حق او عدالت غږ به هیڅکله چوپ نه شي.
دوی ټولو پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې د ورته شخصيتونو د امنيت خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي او که نه شي کولی بیا دې استعفاوې ورکړي.
د ناستې په پای کې پرېکړليک هم ولوستل شو چې په کې له حکومت څخه غوښتل شوي چې په پوره توان دې دغه پېښه وڅېړي او د پېښې عاملين تر پيدا کولو وروسته مجازات کړي.
د دوکتور ایازي وژنه له ملي او نړيوالو غبرګونو سره مخ شوه او ولسمشر محمداشرف غني هم د يوه حکم پربنسټ د وزير محمداکبرخان په جامع جومات کې د شوې چاودنې د هر اړخيزې څېړنې امر کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن