جلال اباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹) : ځایي مسوولین وایي چې د ننګرهار په سل جريبه ځمکه کې درې سوه زره د الووېرا بوټي کرل شوي او هر جريب د درې سوه زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکوي. د
ننګرهار د وادي کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري وايي، چې د الووېرا کښت ته د دې ولايت ابُ او هوا مناسبه ده او دوه مياشتې کيږي، چې دوی يې کر پيل کړی.
نوموړی وايي؛ که بزګران د الووېرا کښت ته مخه کړي؛ نو د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي؛ ځکه الووېرا په درملو کې کارول کيږي او بېلابېل ډوله ويټامينونه لري.
د هغه په وینا، په بازار کې الووېرا په ښه قيمت پلورل کیږي او له یو جریبه ځمکې څخه شاوخوا درې سوه زره افغانۍ الووېرا لاسته راځي . عبدالقیوم چې د الووېرا کرونده کې د کارګرو مسوول دی وايي: ((یوه میاشت کیږي چې دا کار مو پیل کړی دی، تقریباً درې سوه زره بوټي مو کرلي دي، پلان کې ده چې پر سلو جریبو نوره الووېرا هم وکرو.) د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، ننګرهار ته د الووېرا بوټي له هرات څخه راوړل شوي او شاوخوا د اویا بزګرانو له خوا ایښودل کیږي، چې په لومړي کال کې یو فصل او بیا په دویم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن