کابل(پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د حج او اوقافو وزارت وایي، د عبدالحکیم منیب په مشرۍ د ولسمشر له خوا شپږ کسیزه ټاکل شوی پلاوی به نن د وزیر محمد اکبرخان جومات د خطیب ډاکټر محمد ایاز نیازي د وژنې هر اړخیزې ارزونې په موخه خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.
دوکتورمحمد اياز نيازی د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د وزير محمداکبرخان جومات کې د چاودنې له امله د يو بل کس په ګډون ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول، د نیازي جنازه د پنجشنبې په ورځ کابل ښار کې ترسره او ددغه جومات په انګړ کې خاور ته وسپارل شو.
تر یادې پېښې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د حج او اوقافو وزیر په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی موظف کړ، ترڅو ددغې پېښې په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي.
د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني نن د غبرګولي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه شپږ کسیزه پلاوی به نن خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.
ده زیاته کړه:« په دغه ناسته کې به د منیب په مشرۍ د علماوو شورا، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت شورا، ملی امنیت ریاست او لویې څارنوالۍ استازي ګډون ولري.))
حسیني وویل، دا معلومه نه ده چې له یادو ادارو څخه څوک ګډون کوي او نور جزییات به یې ورسته خپاره شي.
د ډاکټر نیازي وژنه په نړیواله کچه غندل شوې او د جنازې مراسمو پر مهال یې د حج او اوقافو وزیر ویلي و څومره چې توان لري دغه پېښه به په محتاطانه ډول و څېړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن