ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د حکومت ۳۸ نور بندیان مو خوشې کړل

طالبان: د حکومت ۳۸ نور بندیان مو خوشې کړل

author avatar
6 Jun 2020 - 11:43
طالبان: د حکومت ۳۸ نور بندیان مو خوشې کړل
author avatar
6 Jun 2020 - 11:43

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چی د بندیانو د خوشې کولو په لړ کې یې د حکومت ۳۸ نور بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غبرګولي په ۱۷مه، په ټویټر کې لیکلي چې دا عسکر او پولیس یې په فراه او نیمروز ولایتونو کې خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دوی ته یې جامې او نغدې پيسې ورکړي او کورونو ته یې لېږلي دي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې ده.

طالبان وایي چې تراوسه یې په ټولیزه توګه د حکومت ۴۵۸ بندیان خوشې کړي، خو حکومت بیا وایي چې په دې کې یو شمېر ملکي وګړي او ملکي مامورین هم شامل دي.

 حکومت وایي چې تر اوسه یې د طالبانو ۲۷۲۰ تنه بندیان خوشې کړي، خو طالبان بیا خپل خوشې شوي بندیان ۲۲۸۳ تنه ښيي.

بلخوا د پاتې بندیانو پر خوشې کولو د خبرو  لپاره د طالبانو د بندیانو د کمېسیون یو پلاوی له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دي.

طالبانو ویلی چې دغه پلاوي پرون په کابل کې له څرخي پله زندان څخه لیدنه کړې او هلته یې د خپلو بندیانو لېستونه کتلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.