ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د خصوصي ښوونځیو ښوونکو او مالکانو لاریون وکړ

په غزني کې د خصوصي ښوونځیو ښوونکو او مالکانو لاریون وکړ

author avatar
6 Jun 2020 - 17:21
په غزني کې د خصوصي ښوونځیو ښوونکو او مالکانو لاریون وکړ
author avatar
6 Jun 2020 - 17:21

غزني ښار (پژواک، ۱۷ غبر ګولی ۹۹) : په غزني کې لسګونو ښوونکو او د خصوصي ښوونځیو مالکانو د یوه لاریون په ترڅ کې د خصوصي ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه.

دوی دا لاریون په داسې حال کې کړی چې حکومت نن ټولې ښوونیزې ادارې ددرېیو نورو میاشتو لپاره رخصت کړې.

په غزني کې د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مشر نصرت سلطانزوی وايي چې دغزني پوهنې ریاست او وزارت ته يې طرحې وړاندي کړې دي، ترڅو دوی خپل ښوونځي پیل کړي .

هغه وايي، یا دې ورته په انلاین شکل اویا دې هم  له روغتیايي لارښوونو سره سم ورته د فعالیت اجازه ورکړي.

ده زیاته کړه : ((که چیرته حضوري اجازه راکړي موږ به روغتیايې سپارښتنې مراعات کړو زده کوونکې به د فاصلې په درلودلو سره کېنو، خو حکومت تر اوسه زموږ یوه غوښتنه هم نه ده منلې.))

سلطانزوی وايي، د خصوصي ښوونځيو مالکانو په دې تېرو درېیو میاشتو کې زیات مالي زیانونه لیدلي خو که چېرته دا پروسه وغځیږي، نو د دوی زیان به نور هم زیات شي.

په غزني کې د یوه خصوصي ښوونځي مسوول محمد باقر مدبر وايي چې له تېرو دریېو میاشتو راهیسې د نیول شوي کور کرایه ورکوي، خو دا چې ښوونځي تړل شوي نو دوی يې نور توان نه لري چې د کرايې پیسې پوره کړي .

ده زیاته کړه : ((ښوونکي مو بېکاره دي، د لګښتونو وس نور نه لرو، حکومت مجبوره ده چې زموږ ستونزو ته یوه د حل لاره پیدا کړي، ترڅو له دې ستونزو خلاص شو. ))

 په یاد لاریون کې د خصوصي ښوونځیو ښوونکو هم ګډون کړی وو ، هغوی ویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخیستي، ځکه چې د ښوونځیو ادارو له لوري ورته ویل کیږي ترڅو چې ښوونځي پیل نه شې نو دوی معاشونه نه شې ترلاسه کولی.

د محمد انور په نوم یو تن ښوونکي پژواک ته وویل، نه معاش او نه بله دنده لري، په بازار کې مزدوري هم نشته همداسې بې دندې ګرځي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې ښوونځيو ته د فعالیت اجاره ورکړي، ترڅو زرګونه ښوونکي په کار شي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي دخصوصي ښوونځیو د ملاتړ ترڅنګ وایي، حکومت باید ورته اجازه ورکړي، ترڅو تړل شوي خصوصي ښوونځي خلاص شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.