ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې سږکال ۱۲ ټنه د “ګوڅي” په نوم طبي بوټي راټول شوي

په کونړ کې سږکال ۱۲ ټنه د “ګوڅي” په نوم طبي بوټي راټول شوي

author avatar
6 Jun 2020 - 17:03
په کونړ کې سږکال ۱۲ ټنه د “ګوڅي” په نوم طبي بوټي راټول شوي
author avatar
6 Jun 2020 - 17:03

اسعد اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : ځایي مسوولین وایي چې سږ کال کونړ ولایت کې ۱۲ ټنه ګوڅي تولید شوي، خو سوداګر يې د بازارله نشتوالي شکایت کوي.

ګوڅي چې د پسرلي په موسم کې په ځنګل لرونکو غرونوکې په طبيعي توګه راشنه کیږي ، په سلګونو نارینه او ښځینه دواړه يې په راټولولو پسې ټوله ورځ ګرځي ، چې هر یو يې د ګوڅو موسم را رسېدو ته شپې ورځې شماري .

د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رییس نجیب الله عادل وایي، ګوڅی با ارزښته طبيعي تولید دی چې د خوراک ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي او ډېر مینه وال لري.

هغه پژواک اژانس ته وویل، ګوڅي مصنوعي تولید نه لري او په طبيعي توګه په غرونو اوځنګل لرونکو سیمو کې راټوليږي، چې د تېر په پرتله یې په دغه ولایت کې سږ کال تولید زیات شوی.

نوموړي زیاته کړه، د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، سږکال کونړ کې ۱۲ ټنه ګوڅي تولید شوي او تر ۷۲ میلیونو افغانیو عاید خلکو ته په لاس ورغلی.

د ګوڅو یو تن سوداګر حاجي غلام الله پژواک ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال ډېر ګوڅي رااخیستي، خو بازار نه لري.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال په بازار کې یو کیلو ګوڅی شاوخوا شپږ زره افغانۍ بیه لري، خو په بهرنیو هېوادونو کې یې بییه بیا دوه او درې برابره ده.

دوی وایي، که په کور دننه د ګوڅو د پروسس او بهرنیو هېوادونو ته د صادارتو زمینه برابره شي، خلکوته د کاري اسانتیاوو رامنځته کېدو ترڅنګ د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ادا کړي.

 د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، کونړ بې درېغه طبيعي شتمنۍ لري او ترې سالمه استفاده به د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول ولوبوي.

  هغه د کرنې میکانیزه کول د ولایت مقام ستر لومړیتوب بولي او د بازار موندنې په برخه کې د ولایت مقام د همکاریو ژمنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.