ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: که چېرې الکوزي خپل فعالیت بند نه کړ له زوره به کار واخلو

د عامې روغتیا وزارت: که چېرې الکوزي خپل فعالیت بند نه کړ له زوره به کار واخلو

author avatar
6 Jun 2020 - 16:54
د عامې روغتیا وزارت: که چېرې الکوزي خپل فعالیت بند نه کړ له زوره به کار واخلو
author avatar
6 Jun 2020 - 16:54

کابل(پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د حکیم الکوزي فعالیت اوس هم روان دی، خو تر ډېره کم شوی او که چېرته خپل فعالیت و نه دروي له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ به له قهریه قوې څخه کار واخلي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د محمد الکوزي په نوم یوتن چې له کندهار څخه کابل ته راغلى، دعوه یې کړې وه چې د نبوي او يوناني طب په مرسته يې داسې درمل جوړ کړي، چې په درېیو څاڅکو خوړو سره یې په کرونا ويروس اخته ناروغ په دوو ساعتونو کې روغ رمټ کیږي.

هغه د کابل ښار په کارته مامورین سیمه کې د سبحان په نوم کلینیک کې فعالیت کړی او هر ورځ ډلې ډلې خلک د درمل اخیستنې لپاره ورځي، د غبرګولی په لسمه د عامې روغتیا وزارت د دغو درملو څېړنې لپاره یو پلاوی وټاکه ترڅو ددغو درملو ترکیب وڅېړي، بالاخره د غبرګولي په ۱۵ عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د الکوزي، درمولو په ترکیب کې یې ډېره برخه نشه یي توکي لکه مورفین، تریاک او ځیني طبي بوټي شامل دي او له خلکو یې غوښتي و چې و یې نه کاروي.

د عامې روغتیا وزارت د قوانینو پلي کولو د څار مشر خالد احمد نن د غبرګولي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته ویل، چې د الکوزي فعالیت اوس هم روان دی، خو د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی.

ده زیاته کړه:« د الکوزي درمل په بشپړ ډول مسکن دي ځکه یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی، موږ څو ځله هڅه وکړه چي کلینیک بند کړو، خو دا چې د خلکو په وینا ګټه یې ورته کړې اجازه یې نه ورکوله چې موږ روغتون و تړو، اوس دا ثابته شوه چې د هغه درمل صحي نه دي او د مواد مخدرو ترکیب لري او خلکو ته زیان رسونکي دي. ))

هغه وویل، که چېرته الکوزی وروسته له دې خپل فعالیت ونه دروي عامې روغتیا وزارت به د امنیتي ځواکونو په مرسته ددغه روغتون فعالیت د بندولو لپاره له قهرې قوې څخه کار واخلي.

خالد احمد همدارنګه له جزییاتو ورکولو پرته وویل، له عامو خلکو سربېره ځیني چارواکي هم د الکوزي د کار او فعالیت څخه ملاتړ کوي.

ده له خلکو وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت ټولو صحي لارښوونو ته پام وکړي او د خلکو له خوا په جوړو شویو درملو باور ونه وکړي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تر اوسه دوی د عامې روغتیا وزارت له خوا د یاد کلینیک په خاطر کوم رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه، که چېرته عامې روغتیا وزارت له دوی څخه رسمي غوښتنه وکړي دوی حاضر دي چې د یاد روغتون فعالیت و دروي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د حکیم الکوزي دفتر سره اړیکه ونیسي، خو و نه شوه.

بلخوا د ولسمشرسلاکار ابراهیم الکوزي چې له حکیم الکوزي سره لیدلي ادعا کړې چې د هغه درمل ناروغان رغوي او ډېر ژر به یې په اړه ولسمشر غني سره خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.