ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو لپاره د حزب اسلامي مسوول د کورنۍ له درې غړو سره ووژل شو

author avatar
6 Jun 2020 - 11:24
author avatar
6 Jun 2020 - 11:24

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د حزب اسلامي د مشهور قوماندان او ولايتي اميرمدير شريف په ګډون څلور کسان وژلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند مُحب الله شريف زي نن د غبرګولي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام مهال ناپېژاندو وسله والو مدير شريف د خپلې کورنۍ له غړو سره د چک ولسوالۍ د دشت ټوپ اړوند د السنګ په سيمه کې وژلی دی.

د ده په وينا، مدير شريف چې اوس په ميدان ښار کې اوسېده، د کورنۍ له غړو سره خپل کلي السنګ ته تللی و چې د بېرته راتګ پر مهال د کور له څو غړو سره وژل شوی دی.

دی زياتوي، د پېښې د څېړنې په موخه يو لوړپوړی پلاوی ټاکل شوی، تر څو دغه پېښه وڅېړي.

د ميدان ښاریوه اوسېدونکي همت الله فرقانيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو د چک ولسوالۍ د السنګ کلي اوسېدونكی او د حزب اسلامي مشهور قوماندان او ولايتي امير مدير شريف عدالت يار، له خپلې مېرمنې، لمسۍ او زوی سره يوځای په دشت ټوپ کې هغه مهال وژلي چې له خپل کلي بېرته ميدان ښار ته را روان وو.

هغه وايي:" له بده مرغه مدير صاحب شريف عدالت يار په داسې ځای کې وژل کېږي چې هلته د ملي اردو او ملي پوليسو ستر مرکزونه پراته دي، متاسفانه دوی د خلکو د امنيت خونديتوب ته پام نه لري او د خپل ځان د ساتنې په غم کې دي."

ده پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې د دې ولايت د شخصيتونو د امنيت خونديتوب ته پام وکړي.

تراوسه ددې پېښې مسووليت چا نه دی منلی .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.