کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د ولسمشر سلاکار ابراهیم الکوزي د کرونا ضد درملو له جوړونکي او طبيب حکيم الکوزي سره د ليدنې پر مهال وويل چې ډېر ژر به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د حکيم الکوزي د درملو موضوع شريکه کړي.
د محمد ابراهیم الکوزي له مطبوعاتي دفتر څخه د غبرګولي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه نن حکیم الکوزي سره لیدلي او د هغه هڅې یې ستايلې دي.
ده زیاته کړې چې له کرونا مرګوني ويروس سره د مبارزې په پار د حکيم الکوزي درمل رغوونکي دي او تر دې دمه په زرګونو هېواد وال د همدې درملو په کارولو سره روغ شوي دي.
ابراهیم الکوزي ویلي چې ډېر ژر به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د حکيم الکوزي موضوع شريکه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:" تر ټولو وړاندې موږ ته د هېواد والو روغتيا مهمه ده او په دې برخه کې به د دوى د صحت لپاره هېڅ ډول هڅې او کوښښونه ونه سپموي."
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د عامې روغتيا وزارت ويلي و چې د حکيم الکوزي له لوري چې کوم درمل خلکو ته د کرونا د واکسين په نوم ورکول کېږي په خپل ترکيب کې نشه يي توکي «مورفین او تریاک» لري.
سرچینې ویلي و چې خلکو ته يواځې موقتي ګټه کوي، خو کېداى شي په راتلوونکي کې په نشه يي توکو روږدي شي.
بلخوا سلګونو کسانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د حکیم الکوزي درمل ورته ګټه رسولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن