د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پولیس: د محفلونو جوړېدو په مخنیوي کې له قهریه قوې کار اخلو

د کابل پولیس: د محفلونو جوړېدو په مخنیوي کې له قهریه قوې کار اخلو

Jun 06, 2020 - 18:34

کابل (پژواک، ۱۷ غبرکولی ۹۹): سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، خو د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف د خوښۍ محافل نیسي، مسوولین د هغوی دغه عمل سرغړونه بولي، وايي د دغو محفلونو د دوام په صورت کې پولیس مجبور دي له قهریه قوې کار واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر پرونه په افغانستان کې ۱۸۹۶۹ کسان پر کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷۶۳ کسان بېرته روغ شوي او ۳۰۹ کسان نور لهدې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د انساني ناورین د خبرداري ترڅنګ له خلکو غوښتي چې تر دوو راتلونکو میاشتو رواغتیایي لارښوونې لکه په راټولېدنو کې نه ګډون، د دوه مترو فاصلې په نظر کې نیول، د لاسونو مکرر مینځل، له ماسک او دستکشونو استفاده مراعات کړي.

خو د دغه ښار ځینو ښاریانو بیا له پژواک سره مرکه کې ویلي چې ځينې کورنۍ په دغسې شرایطو کې د د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې بابیزه ګڼي او خپل د خوښۍ مراسم ترسره کوي.

د کابل ښار د زمان خان کلا د پل پادشاه اوسېدونکي احمد ذاکر د پژواک خبریال ته وویل: ((ډېری خلک د کرونا ویروس پر وړاندې بې پامه دي، هغه نادیده نیسي او د عاملې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف عمل کوي.))

هغه د خپل یوه ګاونډي د شیریني خوري محفل ته اشاره وکړه وې ویل: ((نن زموږ یوه ګاونډي تاجیر تړلی و، خپل دوستان یې د لور د شیریني خورۍ محفل تهدعوت کړي دي.))

نوموړی وايي چې همسایه یې د دې په ځواب کې چې ولې یې په دغسې یوه وضعیت کې د شیریني خوري مراسم نیولي دي، وویل چې تر اوسه یې د دوستانو له ډلې هیڅوک کرونا ویروس نه دي نیولي.

په همدې حال کې د کابل ښار د کارته نو د مارکېټ ساحې اوسېدونکې زحل نجیب هم په دغه کرونايي وضعیت کې د دغسې مراسمو له ترسره کولو اندېښمنه ده.

هغې پژواک ته وویل چې څو ورځې مخکې یې یوه ګاونډۍ د خپل زور د واده مراسم نیولي وو.

هغې زیاته کړه: ((ډېر خلک یې رابللي وو، د محفل په جریان کې د پولیسو حوزه خبره شوه، پولیس راغلل کوم خواړه چې یې د واده مراسمو لپاره تیار کړي وو، هغه یې د کابل ښاروالۍ په کارکوونکو ووېشل.))

په همدې حال کې د کابل د خیرخانې مینې اوسېدونکې قدسیه وايي چې هره پنجشنبې شپه یې په کوڅه کې د واده مراسم او شیریني خوري مراسم ترسره کېږي.

دغه راز لیدا ملکزۍ د کابل ښار د چهلستون باغ ساحې اوسېدونکې چې څو ورځې مخکې یې د یوه خپلوا د شیریني خوري په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دا نه ده ورغلې پژواک ته وویل: ((له ما یې وغوښتل چې په مراسمو کې یې ګډون وکړم خو نه ورغلم، باید خپله درک کړي، اوس مهال د داسې راټولېدنو وخت نه دی، یو کس کرونا وي د محفل ټول ګډون کوونکي پر اخته کېږي.))

لیدا له ټولو خلکو غواړي چې د غامې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف دې عمل نه کوي، ځکه په داسې سرغړونو هېواد د یوه بحران لور ته بیايي.

دغه ښځه چې د کرونا ویروس له خپرېدو په اندېښنه کې ده وايي: ((که په دې ډول ادامه ولري، کرونا به په افغانستان کې هیڅکله صفر ته ټیټه نه شي، خلک سل سلنه ملامت دي.))

د دشت برچې یوه اسېدونکې زهره جویا وايي، اوونۍ مخکې د شیریني خوري یوه محفل ته بلل شوې وه، د دې د معلوماتو له مخې دغه محفل ته ۲۰۰ کسان بلل شوي وو.

هغه وايي: ((زما په نظر د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف عمل، یو غیر اخلاقي عمل دی، خلک باید نزاکتاً د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې رعایت کړي.))

یادې پېغلې د عامې روغتیا له وزارت او نورو بنسټونو غواړي چې د داسې سرغړونو مخه دې ونیسي.

په عین حال کې د کابل د عامې روغتیا رییس ډاکتر خوشحال نبي زاده پژواک ته وویل چې د کابل د ښار خلکو دغه عمل د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو خلاف دی، ښاریان باید سرغړونه ونه کړي.

هغه وايي: ((موږ په داسې حالاتو کې هیڅکله له شلو نفرو ډېر نه پرېږدو، څه پاتې شول د واده یا شیریني خوري مراسم.))

نوموړی د خپلو خبرو په دوام زیاتوي: ((له بده مرغه موږ هم شاهد وو چې د کابل ښار په ځینو برخو کې د واده او شیریني خوري مراسم په کورونو کې ترسره کېږي او یوه لویه کتله خلک ورته را دعوتوي چې دغه کار یې خلاف دی او یوې ځانوژنې ته ورته دی او مرګ بلنه ده.))

هغه که څه هم ویل چې د عامې روغتیا وزارت اجرائیه قوه نه ده او پر کورنیو د تعرض حق نه لري خو زیاته یې کړه: ((موږ څو ځلې امنیتي ځواکونوته ویلي چې د داسې مراسمو مخنیوی وکړي، اوس هوټلونه تړلي دي خو زموږ ځیني ښاریان په کورونوکې مراسم نیسي چې پولیسو ته ستونزمنه ده څو کوڅه په کوڅه وګرځي او د دغه عمل مخه ونیسي.))

نوموړی د کابل له ښاریانو غواړي څو د کرونا ویروس تر مخنیوي پورې له دې ډول مراسمو ډډه وکړي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو په هوټلونو کې د دغسې مراسمو مخنیوی کړی دی او مخکي یې ځيني هوټلونه مهرلاک کړي هم دي.

هغه زیاته کړه: ((خو له بده مرغه شاهد یو چې ځيني خلک په خپلو کورونو کې مراسم نیسي او دغه کار یې پولیسو ته ستونزه رامنځته کوي، پولیس هم مهاله څو برخو کې پر مبارزه مصروف دي.))

هغه په داسې حال کې چې د کابل له خلکو غواړي چې د دغه ډول مراسمو له نیولو او سرغړونو دې ډډه وکړي کنه پولیس مجبور دي له قهریه قوې کار واخلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan