ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پولیس: د محفلونو جوړېدو په مخنیوي کې له قهریه قوې کار اخلو

د کابل پولیس: د محفلونو جوړېدو په مخنیوي کې له قهریه قوې کار اخلو

author avatar
6 Jun 2020 - 18:34
د کابل پولیس: د محفلونو جوړېدو په مخنیوي کې له قهریه قوې کار اخلو
author avatar
6 Jun 2020 - 18:34

کابل (پژواک، ۱۷ غبرکولی ۹۹): سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، خو د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف د خوښۍ محافل نیسي، مسوولین د هغوی دغه عمل سرغړونه بولي، وايي د دغو محفلونو د دوام په صورت کې پولیس مجبور دي له قهریه قوې کار واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر پرونه په افغانستان کې ۱۸۹۶۹ کسان پر کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷۶۳ کسان بېرته روغ شوي او ۳۰۹ کسان نور لهدې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د انساني ناورین د خبرداري ترڅنګ له خلکو غوښتي چې تر دوو راتلونکو میاشتو رواغتیایي لارښوونې لکه په راټولېدنو کې نه ګډون، د دوه مترو فاصلې په نظر کې نیول، د لاسونو مکرر مینځل، له ماسک او دستکشونو استفاده مراعات کړي.

خو د دغه ښار ځینو ښاریانو بیا له پژواک سره مرکه کې ویلي چې ځينې کورنۍ په دغسې شرایطو کې د د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې بابیزه ګڼي او خپل د خوښۍ مراسم ترسره کوي.

د کابل ښار د زمان خان کلا د پل پادشاه اوسېدونکي احمد ذاکر د پژواک خبریال ته وویل: ((ډېری خلک د کرونا ویروس پر وړاندې بې پامه دي، هغه نادیده نیسي او د عاملې روغتیا وزارت د سپارښتنو خلاف عمل کوي.))

هغه د خپل یوه ګاونډي د شیریني خوري محفل ته اشاره وکړه وې ویل: ((نن زموږ یوه ګاونډي تاجیر تړلی و، خپل دوستان یې د لور د شیریني خورۍ محفل تهدعوت کړي دي.))

نوموړی وايي چې همسایه یې د دې په ځواب کې چې ولې یې په دغسې یوه وضعیت کې د شیریني خوري مراسم نیولي دي، وویل چې تر اوسه یې د دوستانو له ډلې هیڅوک کرونا ویروس نه دي نیولي.

په همدې حال کې د کابل ښار د کارته نو د مارکېټ ساحې اوسېدونکې زحل نجیب هم په دغه کرونايي وضعیت کې د دغسې مراسمو له ترسره کولو اندېښمنه ده.

هغې پژواک ته وویل چې څو ورځې مخکې یې یوه ګاونډۍ د خپل زور د واده مراسم نیولي وو.

هغې زیاته کړه: ((ډېر خلک یې رابللي وو، د محفل په جریان کې د پولیسو حوزه خبره شوه، پولیس راغلل کوم خواړه چې یې د واده مراسمو لپاره تیار کړي وو، هغه یې د کابل ښاروالۍ په کارکوونکو ووېشل.))

په همدې حال کې د کابل د خیرخانې مینې اوسېدونکې قدسیه وايي چې هره پنجشنبې شپه یې په کوڅه کې د واده مراسم او شیریني خوري مراسم ترسره کېږي.

دغه راز لیدا ملکزۍ د کابل ښار د چهلستون باغ ساحې اوسېدونکې چې څو ورځې مخکې یې د یوه خپلوا د شیریني خوري په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دا نه ده ورغلې پژواک ته وویل: ((له ما یې وغوښتل چې په مراسمو کې یې ګډون وکړم خو نه ورغلم، باید خپله درک کړي، اوس مهال د داسې راټولېدنو وخت نه دی، یو کس کرونا وي د محفل ټول ګډون کوونکي پر اخته کېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.