کابل(پژواک،۱۷غبرګولی۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه برید له امله درې پولیس ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق آرین رسنیو ته منلې ده چې نن سهار ددغې ولسوالۍ په دشت ناصري سيمه کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی.
هغه وایي، چې په دغه برید کې درې پولیس وژل شوې دي.
د هغه په وینا, په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې, خو تراوسه یې په اړه معلومات نه شته.
په همدې حال کې ددغې سيمه یوه اوسېدونکي عطا الله پژواک خبري اژانس ته ویل، چې په برید کې د ګلدرې ولسوالۍ د پېژند مدیر له دوو پولیسو سره وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان دي.
خو دکورنیو چارو وزارت په دې اړه څه و نه ویل.
طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګلدره ولسوالۍ د کابل ښار په شل کيلو مترۍ کې پرته ده او د کابل ولایت له دوو نورو میربچه کوت او شکر درې ولسوالیو سره پوله لري
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن