د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټول دولتي او خصوصي روزنيز مرکزونه تر راتلونکو دريېو مياشتو رخصت شول

ټول دولتي او خصوصي روزنيز مرکزونه تر راتلونکو دريېو مياشتو رخصت شول

Jun 06, 2020 - 15:24

 کابل (پژواک،۱۷غبرګولی۹۹): حکومت د کسب او کار د تنظم کړنلاره تصويب کړه ، چې  سر له سبا څخه  په ټول هېواد کې پلې کېږي.

ددې نوې ‌‌‌‌طرحې له مخې، ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او پوهنتونونه به تر راتلونکو دريېو مياشتو پورې رخصت وي.

د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش له مطبوعاتي دفتر څخه د غبرګولي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي:" په هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي او د کسب او کار د تنظم په موخه د راتلونکو درې میاشتو لپاره لاندې کړنلاره منظور او سر له سبا (د غبرګولي له ۱۸مې) د پلې کېدو وړ ده."

سرچینه زياتوي، دغه کړنلاره د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي او د کسب او کار د تنظم په موخه د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په تړاو بېړنۍ کمېټې تاييد او د حکومت مشرتابه تصويب کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړي پړاونو کې دغه کړنلاره د دريېو مياشتو لپاره د پلي کېدو وړ ده او د دې کړنلارې له مخې په بازارونو او کارځایونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول او د دوه متره واټن په پام کې نیول، له لسو تنو څخه د زیاتو کسانود راټولېدو مخنیوی، له کورونو څخه دپاخه عمر لرونکو نه وتل، پر ویروس ضد درملو د کارځایونو او تولیدي فابریکو د چاپیریال ککړول (ضد عفوني کول) او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه (شفتونه) په پام کې نیول اړین دي.

د يادې کړنلارې له مخې، د عامې روغتیا وزارت دنده لري چې دا کړنلاره له اړوندو ادارو سره په ګډه په ټول هېواد کې پلې کړي.

سرچينه زياتوي، د دې کړنلارې د څارنې دنده د کرونا ویروس د عالي کمېټې چې په ترکیب کې یې د کورنیو چارو، عامې روغتیا او کار او ټولنیزو چارو وزارتونه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، خصوصي سکتوراو کابل ولایت شامل دي، په ولایتونو کې په همدې ترکیب جوړې شوې کمېټې ددې کړنلارې دپلې کېدو د څار دنده پر غاړه لري.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې ددې کړنلارې د ښه پلي کېدو لپاره د ټولو دولتي او نا دولتي ادارو او ولسي وګړو ګډه همکاري اړینه بللې ده.

هغه په تېرو مياشتو کې د شوي ګرځبنديز د پلي کېدو مننه او د دې پړاو په تېرېدو کې پیل کول ډېر اړين وبلل.

د دانش په وينا، لکه څنګه چې ټول د دې وژونکې ناروغۍ له ګواښونو خبر شوي، نو ټول هېوادوال بايد په دې برخه کې ګډون ولري، ترڅو په ټوليز ډول د دې ناروغۍ د خپرېدو مخينوی په ښه ډول وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کړنلارې له مخې به ټول دولتي او خصوصي ښوونځي تر راتلونکو درې میاشتو پورې په حضوري بڼه رخصت وي، خو په انلاین توګه کولای شي خپل درسونه او نورې چارې پر مخ یوسي.

سرچینه زياتوي، که د درې میاشتو په موده کې د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې بهبود او ښه والی راغی کابینه به په دې اړه بله پرېکړه کوي.

د خبرپاڼې پربنسټ، د دې کړنلارې له مخې ټول هوټلونه، د ودونو، فاتحو او کنفرانسونو ځایونه (هالونه) او نورې کلتوري او ټولنیزې ناستې منع دي، هوټلونه کولای شي خپلو پېرېدونکو ته کورونو او د هغوی د غوښتنې ځایونو ته پاخه شوي خواړه ورواستوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کړنلاره کې د ښاري بسونو او د ټولو هغه نقلیه وسایطو پر فعالیت بندیز لګېدلی چې له څلور تنو زیاته سورلۍ لېږدوي.

سرچينه زياتوي، خصوصي سکتور کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د سپارښتونو په پام کې نیولوسره خپل تولیدي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په هېواد کې د کرونا ناروغانو او مړو شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۸۳ نوې پيښې ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۹۵۵۱ تنو ته ورسېده.
دغه راز د کرونا له امله تر اوسه ۳۲۷ تنه مړه او ۱۸۳۰ نور روغ شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan