ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې د داعش ظهور او زوال”  څېړنیز راپور نشر شو

“په ننګرهار کې د داعش ظهور او زوال” څېړنیز راپور نشر شو

author avatar
6 Jun 2020 - 21:22
“په ننګرهار کې د داعش ظهور او زوال”  څېړنیز راپور نشر شو
author avatar
6 Jun 2020 - 21:22

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : طرزي څېړنیز بنسټ "په ننګرهار کې د داعش ظهور او زوال" تر سرلیک لاندې خپل تازه چمتو شوی څېړنیز راپور خپور کړ.

دغه راپور نن د غبرګولي په ۱۷مه، کابل کې د سولې چارو وزارت، د تحقیقاتي مرکزونو، مدني ټولنو، علمي مرکزونو، بشري حقونو مدافعینو، د سولې فعالانو او یو شمېر نورو ارګانونو د غړیو د استازیو په حضور کې خپور شو .

په دې راپور کې په ننګرهار ولایت کې د داعش د فعالیت د پیل او تر ځپلو پورې جریان باندې رڼا اچول شوې وه.

په دې راپور کې  راغلي :"په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د ګډو شپنیزو، ځمکني، هوایي عملیاتو، ډرون او توغندیز بریدونو تر څنګ يې له داعش سره د طالبانو دښمني او د اکمالاتي لارو بندښت ددې لامل شول چې دغه ډله له ماتې سره مخ شي.

راپورکې زیاته شوې، د دې ډلې اکثریت مشران او وسله وال د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا یا وژل شوي او یا نیول شوي دي، خو منځپوړي قوماندانان یې کونړ، نورستان او د ډیورنډ تر فرضي کرښې اورکزیو ته تکتیکي شاتګ کړی دی.

د دې څېړنیز راپور په یوه بله برخه کې راغلي و، د داعش دا ډله قوماندانان به په نږدې راتلونکي کې د هیواد په بله برخه کې له نوې بڼې او اجنډاء سره راڅرګندیږي."

دا راپور چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د داعش له زنداني وسله والو، محلي پاڅونوالو، قومي مشرانو، ځايي خلکو، ژورنالېستانو او ولایتي چارواکو سره د فردي مرکو پر اساس جوړ شوی، چمتو کوونکیو یې د داعش د مرکز پر توګه د دوی په مالي سرچینو، قوماندې، رهبري، د وسله والو د استخدام پر لارو چارو، ولسي تلفاتو او د دې ډلې د راتلونکي په اړه بحث کړی دی.

صلاح الدین دروېش، چې دا راپور یې جوړ او نن یې خپور کړ، وایي: "په ننګرهار کې د داعش د تعرضي او جبهه‌یي جګړې ظرفیت ختم شوی، خو په لویو ښارونو کې عملیاتي او استخباراتي مرکزونه موجود دي، چې کله نا کله خونړي بریدونه ترسره کوي."

په دې ناسته کې "داعش: د افغان سولې پروسه کې ورانکاره ډله" تر عنوان لاندې پینل جوړ شوی و، چې د طرزي تحقیقاتي بنسټ محقق داوود محمدي، د سولې چارو متخصص مشتاق رحیم او صلاح الدین درویش په کې ګډون وکړ.

مشتاق رحیم داعش د نورو کورني، سیمه‌ییزه او نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ،  داعش د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو ورانکاره ډله وبلله او د افغان دولت، طالب مشرانو، او نړیوالې ټولنې څخه، د ورانکاره ډلو له خوا د سولې پروسې د سبوتاژ کولو مخنیوي لپاره د ګډې همکارۍ او مبارزې غوښتنه وکړه.

مشتاق رحیم د یو سوال په ځواب کې وویل: "په بین الافغاني خبرو کې ځنډ، نورو ورانکارو ډلو ته فرصت ورکوي چې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخه کړي."

هغه زیاته کړه چې د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره، د طالبانو د سیاسي او نظامي مشرانو ترمنځ یووالي او همغږي اړینه ده، که داسې ونه شي د تړون پلي کول به له خنډونو سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.