ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د هوا د ککړتيا معلومولو لابراتوار جوړېږي

author avatar
6 Jun 2020 - 12:14
author avatar
6 Jun 2020 - 12:14

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د چاپيريال ساتنې ادارې رييس وايي، جلال اباد ښار کې د فابريکو د فعاليت له امله اوبه او هوا دواړه ککړ شوي او اوس دوی د هوا د ککړتیا معلومولو په موخه لابراتوار فعالوي.

دی دغه راز ډاډ ورکوي چې د دغو سرغړوونو د مخنيوي هڅې يې پيل کړي او پلان لري چې دغه ولايت کې د هوا د ککړتيا معلومولو لابراتوار فعال کړي.

د چاپیریال ساتنې رییس امين الله يوسفزي دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۷مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، چې په دې ولايت کې د هوا ککړتيا معلومولو په موخه لابراتوار فعالوي، چې هره ورځ به له خلکو سره د هوا ککړتيا په اړه ارقام شريک کيږي.

نوموړي زياته کړه چې د چاپېريال ساتنې ملي اداره په پلان کې لري، ترڅو په دې ولايت کې د هوا ککړتيا معلومولو او مخنيوي په موخه لابراتوار، د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کیفيت ارزونې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه دا هم وويل، د جلال اباد ښار زرغون کمربند عملي چارو په پيل کېدو، په دې ولايت کې د درې توريستي (سياحتي) سيمو او يو پارک پرانیستو او د جلال اباد ښار ستراتېژيک پلان چې د ښار جوړونې رياست اړوند ساساکي جاپاني کمپنۍ له لوري يې کارونه جريان لري ،چارې به يې ډېر ژر وروستۍ شي.

دی وايي، چې په پلان کې ده ترڅو په دغه ولايت کې د هوا ککړتيا دوامداره اروزنې سيستم فعال او د صنعت او سوداګرۍ ریاست سره په ګډه کوچنی صنعتي پارک طرحه جوړه او عملي کړي.

د چاپېريال ساتنې رئيس وايي، چې د شکايتونو پر اساس يې د چاپېريال ستونزو حل، د هوا ککړتيا مخنيوي، د سرسبزۍ پراختيا، د چاپېريال ساتلو په موخه د عامه پوهاوي او په اړونده برخه کې بېلابېلو وختونو کې نظارت، ارزونه او لازم اجراات تر سره کړي دي.

نوموړي اندېښنه شريکه کړه چې اوس مهال جلال اباد ښار کې يو شمېر فابريکې د قانون خلاف د استوګنې له ځايونو سره نږدې فعاليت کوي چې له امله يې هوا او اوبه دواړه ککړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، جلال اباد ښار کې له ۲۵۰ نيولې تر ۳۰۰ پورې کوچنۍ او لويې فابريکې موجودې دي چې له يوې خوا يې چاپيريال ککړ کړی او له بل پلوه يې د خلکو ورځني ژوند ته خنډونه جوړ کړي دي.

ځايي استوګن وايي، د فابريکو موجوديت له امله هم هوا ککړه او هم ورسره په ځينو ځايونو کې اوبه ککړې شوي ، هم د اوبو کچه کمه شې او د دې ترڅنګ د فابريکو د ماشينونو غږونه خلک ورځني ژوند ته نه پرېږدي.

د جلال اباد ښار د درېيمې ناحیې اړوند د بابړيانو د سيمې اوسېدونکی غلام حضرت وايي، د کور تر څنګ يې د اوسپنې د ويلي کولو او سيخ ګول جوړولو فابريکه موجود ده چې د فعاليت پرمهال يې لوګي د خلکو په کورونو ور غورځېږي او خلکو ته روغتيايي ستونزې جوړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.