ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰زره واوښت

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰زره واوښت

author avatar
7 Jun 2020 - 13:02
په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰زره واوښت
author avatar
7 Jun 2020 - 13:02

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونوکې په افغانستان کې د کرونا ويروس ٧٩١ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيد مجروح په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په تېرو ١٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٢٧ شکمنې پېښې معاینه شوې چې له دې شمېرې څخه ٧١٩ يې مثبتې وې.

نوموړی وايي چې له دغو ٧٩١ مثبتو پېښو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ ته لوړېږي.

مجروح وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له کرونا ويروس څخه ٣٠ کسان مړه شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې له کرونا ويروسه د مړه شوو کسانو شمېر ٣٥٧ ته رسېږي.

نوموړي دا هم وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٥ کسان بېرته له کرونا روغ شوي او په دې سره د تر اوسه د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ١٨٧٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د عامې روغتيا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني ويلي وو چې له کرونا ويروس سره مبارزه ددغه وزارت له لومړيتوبونو څخه ده او هره اړونده اداره چې په دې برخه کې ناغېړی وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

عثماني له هېوادوالو هم غوښتنه وکړه چې له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او په دې برخه کې د روغتيا وزارت سپارښتنې عملي کړي.

بل لورته حکومت پرون د کرونا ويروس د چټک پرمختګ د مخنيوي په موخه يوه نوې طرحه هم تصويب کړه چې له مخې یې د درېيو نورو مياشتو لپاره ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.