ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۴۰۰ زرو ته ورسېده

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۴۰۰ زرو ته ورسېده

author avatar
7 Jun 2020 - 10:39
په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۴۰۰ زرو ته ورسېده
author avatar
7 Jun 2020 - 10:39

کابل (پژواک، ۱۸غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۴۰۰ زرو ته رسېده، چې ډېری یې یواځې په امریکا کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره نږدې اووه میلیونه ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تراوسه درې میلیون او ۴۱۳ زره  کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو شویو کسانو شمېره څلور سوه زرو ته ورسېده، چې ډېری یې په امریکا کې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره نږدې دوه میلیونو کسانو ته رسېدلې، دغه راز هلته ۱۱۱ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته؛ برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته  ۶۷۶  زره کسان پرې اخته او ۳۶ زره مړه شوي دي، دغه راز روسیه په دریېم مقام کې ده، هلته ۴۵۸ زره کسان پرې اخته ، خو یواځې پنځه زره او ۷۰۰ کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه نږدې ۲۰ زره کسان پرې اخته، ۳۲۰ مړه او شاوخوا ۲۰۰۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.