محمودراقي (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹):کاپيسا کې د لويې لارې قطعې قوماندانۍ سرپرست قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې ټپي شوی دی.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويې لارېقطعې قوماندانۍ د سرپرست محمد قاسم پر موټر نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د کاپيسا مرکز اوړند د کُره تاز په سيمه کې هغه مهال د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه چې نوموړي د يادې قطعې له پوستو ليدنه کوله.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د کاپيسا د لویې لارې قطعې سرپرست قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره ټپي شو.
دی زياتوي، دواړه ټپيان د ده بابا علي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچينه زياتوي، د کاپيسا د لویې لارې قطعې سرپرست قوماندان روغتيايي وضعيت ښه دی خو د ساتونکي روغتیایي وضعيت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تراوسه کومې ډلې د يادې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن