ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا استازي: که زموږ غوښتنې ونه منل شي، له حکومت سره اړیکې پرېکوو

د پکتیا استازي: که زموږ غوښتنې ونه منل شي، له حکومت سره اړیکې پرېکوو

author avatar
7 Jun 2020 - 14:35
د پکتیا استازي: که زموږ غوښتنې ونه منل شي، له حکومت سره اړیکې پرېکوو
author avatar
7 Jun 2020 - 14:35

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹): د پکتیا د خلکو استازي په سیاسي قدرت کې د ونډې او د حکومت په پرېکړو کې د برخې غوښتنه کوي، وايي هغه څه چې د دغه ولایت له خلکو سره ژمنه شوې ده، هغه باید عملي شي، کنه له مرکزي حکومت سره خپلې اړیکې پرېکوي.

نن په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د پکتیا د خلکو استازو او د دغه ولایت ځینو مشرانو په کابل کې د یوې ناستې پر مهال خپل شکایتونه او غوښتنې مطرح کړې.

په ولسي جرګه د پکتیا د خلکو استازي محمد ابراهیم غښتلي وویل: ((د پکتیا خلک رهبرانو هېر کړي دي، ټولو ولایتونو حق ورکول کېږي خو پکتیا ته چې هر وخت یې د نظام او ملي پروسو ملاتړ کړی دی، هېڅ پام نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: ((موږ خپل حق غواړو، که موږ په سولې پروسه او د نوي حکومت په تشکیل کې ځای را نه کړل شي او  پرمختیايي پروژې چې ژمنه یې شوې، عملي نه شي، موږ د پکتیا د ټولو سیمه ییزو ادارو دروازې تړو او له مرکزي حکومت سره اړیکې پرېکوو.))

د نوموړي په خبره، که په زور وي یا خوښه، د پکتیا خلک خپل حق غواړي.

به گفته  اى او در صورتی که به خواسته های قانونی آنها رسیده گی نشود، دست به تظاهرات و حرکت ها مدنی می زنند و تمام ادارات محلی پکتیا را مسدود می کنند.

هغه خبرداری ورکړ، وې ویل: ((که موږ خپل حق را نه کړل شي، مرکزي حکومت ته اجازه نه ورکوو چې په پکتیا کې حکومت ترسره کړي.))

په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت استازی محمد اجان منګل وویل: ((به هرو ټاکنو او ملي  پروسه کې د پکتیا له خلکو سره ژمنې شوې دي، خو وروسته له ټاکنو هېر شوي دي، له دغه ولایت سره تر ۲۰۰ ډېرې پروژې ژمنې شوې خو تر اوسه له یادو پروژو هېڅ درک نشته.))

د دغه ولایت د ولایتي شورا وکیل وویل: ((په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، اوسني امنیتي مسوولین یې د مدیریت توان نه لري، ترور، بریدونه او سازمان شوي قتلونه روان دي او ورځ تر بلې ډېرېږي.))

هغه له نورو جزئیاتو پرته وویل: ((د پکتیا ځیني خلک چې د سیمه ییزو مسوولینو پر وړاندې غږ پورته کوي، نیول او ګواښل کېږي.))

هغه هم وویل چې د دغه ولایت خلک ښه کدرونه او د هر کار د مخې ته وړلو وړتیا لري او باید د دغه ولایت کدرونو ته د مصالحې په عالي شورا، کابینې او نورو برخو کې د کار فرصت ورکړل شي.

ځینو نورو ویناوالو هم ورته نظرونه درلودل.

د پکتیا د خلکو او استازو د دې ناستې پرېکړه لیک کې چې د ولسي جرګې د مخکني غړي ګل پاچا مجیدي له خوا ولوستل شو، راغلي: ((پکتیا ولایت په ډیموکراتیکو پروسو کې تر بل هر ولایت ډېره قرباني ورکړې ده، خو تر اوسه دغه ولایت ته د لومړي درجه امتیازات او حقوق نه در ورکړل شوي او نه هم دغه ولایت ته د زون په توګه حق ورکړل شوی دی.))

په پرېکړه لیک کې راغلي چې مرکزي حکومت همېشه له  دغه ولایت سره دوه مخی چلند کړی او  د دغه ولایت د کدرونو ونډه په حکومت کې په دوربین کې هم نه ښکاري.

سرچینې زیاته کړه: ((هغه وعدې چې د پکتیا له خلکو سره د حکومت او خپله د ولسمشر له خوا شوې، هېڅ یوه یې نه  ده عملي شوې، اوسني خراب امنیتي حالت ته په کتو، په سیمه کې د مخالفینو پراخ شتون او  په دغه ولایت کې د هغوی خوځښتونه، لرې نه ده چې دغه ولایت په ډېر نږدې وخت کې له سقوط سره مخ شي.

د نن کنفرانس ګډون کوونکي پکتیا ولایت ته د هر اړخېزې پاملرنې غوښتنې کې شول.

په پرېکړه لیک کې هم یاده  شوې ده که یې غوښتنو ته پام ونه شي د پکتیا د دولتي ادارو دروازې او د کابل- پکتیا لاره به وتړي.

د بلې خوا د پکتیکا ولایت د دولت ساز کمپایني ټیم (د مرکزي دارالانشاء دفترونو) غړو نن په یوه خبري ناستې کې وویل چې دوی يوازې د دولت ساز ټیم د بریا لپاره نه بلکې د افغانستان د نظام او په دې نظام کې د ولسواکۍ د بریا لپاره کمپاین او مبارزه وکړه، ترڅو د دوی اولادونه په یوه نسبتاً بهتره افغانستان کې ژوند وکړي.

دوی دعوه وکړه چې د دولت ساز اکثره کمپایني دفترونه ته تر اوسه د دوی مصرف شوي لګښتونه نه دي ورکول شي او دوی د همغه مالي حسابونو تصیفه غواړي.

دوی په خپله اعلامیه کې وویل: ” د ولسمشر کمپایني شعار همدا و چې “حساب ورکوم او حساب غواړم” اوس دې له موږ څخه حساب وغواړي او موږ ته دې حساب راکړي، موږ دا ځلې مړ او پړ نه شو پاتې کېدی، موږ په حکومت کې خپل سهم غواړو، خپلو کدرونو ته کار او ډوډۍ غواړو او د معیارونه په اساس یې غواړو او دا مشروع او ټولنیزه غوښتنه اوس فردي نه ده، موږ اوس په ټول افغانستان کې د تعهد، استعداد او ظرفیت یوه شبکه یوو، دا د سیاست قاعده او اصول دي، دا ټیم موږ بریالی کړی او په دې حکومت کې تر ټولو خوشنه برخه باید زموږ وي او دا موږ اخلو.”

دوی ګیله وکړه او وې ویل هغه خلکو چې قرباني یې ورکړه، هغه خلک چې په دې ټیم کې وو، هغوی چې په همدې خاوره کې اوسېږي چې وړتیا، ژمنتیا او ظرفیت لري هغه دې نن څوک پوښتي هم نه، هغه دې د دولت ساز د کمپاین پوروړي وي، هغه دې په خپله ټولنه کې د خلکو په وړاندې ملامت وي.

دوی تور پور کړ هغه خلک چې له غربه راغلي او د دې هېواد په دود او دستور ناخبره وي، له توپک سالارانو سره يې په خپل منځ کې په شخصي منافعو معاملې وکړي ږ

دوی وویل: ” موږ د مصالحې د عالي شورا په ګډون د دولت په ټولو ادارو کې د خپل ظرفیت، استعداد او د ټیم د غړيتوب په اساس خپله ونډه وغواړو.”

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.