ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لېوال: ایران کې د ټپي افغانانو له لاسونو ولچک لرې شوي

لېوال: ایران کې د ټپي افغانانو له لاسونو ولچک لرې شوي

author avatar
7 Jun 2020 - 22:05
لېوال: ایران کې د ټپي افغانانو له لاسونو ولچک لرې شوي
author avatar
7 Jun 2020 - 22:05

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹) : په تهران کې د افغانستان سفارت وایي چې د ایراني ځواکونو له خوا د سوځول شویو افغانانو له لاسونو ولچکونه لرې کړل شوي دي.

څو ورځې مخکې ایراني ځواکونو ددغه هېواد په یزد ښار کې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې په کې افغانان سپاره وو، په دې برید کې یاد موټر اور واخیست چې له امله یې درې افغانان ووژل شول او یو شمېر نور سخت ټپیان شول، چې د یزد ښار په بېلا بېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په ایران کې د افغانستان لوی سفیر عبدالغفور لېوال پرون یزد ښار ته سفر وکړ او ددغه ولایت له ځایي چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ یې په روغتون کې له افغان ټپیانو سره هم ولیدل.

د سفارت له خوا په خپرو شویو عکسونو کې ښودل شوي چې دغه افغان ټپیان په روغتون کې ولچک دي چې دغه کار د ډېرو خلکو غبرګونونه راوپارول.

خو په تهران کې د افغانستان سفارت له خوا د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ټپي شویو کسانو څخه د لیدنې پر مهال هماغه ډول چې په انځورونو کې ښکاري، د ټپي شوي افغان ځوان لاسونه ولچک شوي چې دغه کار په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفیر او ځانګړي استازي او مل پلاوي له غبرګون سره مخ شو.

سرچینې زیاته کړې، سفیر عبدالغفور لطوال په جدي ډول د ټپي شوي افغان ځوان د لاسونو د خلاصون غوښتنه وکړه چې اړوندو مسوولینو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ټپي شوي افغان ځوان لاسونه ورخلاص کړي، چې نن دغه کار ترسره شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې بهیر کې د دغه ټپي شوي ځوان له کورنۍ سره د نوموړي د خبرو زمینه برابره شوه او له هغه سره مالي مرسته هم وشوه.

افغان سفارت وایي، له دې غبرګون وروسته سفیر او ورسره مل پلاوي نورو روغتونونو او د یزد پوځي اډې ته د نورو ټپي شویو کسانو د پوښتنې لپاره ولاړ او هغوی یې له نږدې ولیدل، چې د دغې لیدنې کتنې په بهیر کې د پېښې د نورو افغان ځوانانو په لاسونو کې ولچک نه دی لیدل شوی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه سفر د پېښې په اړه حقایقو ته د لاسرسي په موخه تر سره شوی، تر څو د ټپیانو حالت او د پېښې څرنګوالی له نږدې څخه وارزول شي او بیا د دغې سیاسي نمایندګۍ د صلاحیتونو په چوکاټ کې اقدامات وشي او د موندنو راپور اړوندو مقاماتو ته ولېږل شي.

سفارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په تهران کې د افغانستان لوی سفارت د هېواد د بهرنیو چارو وزارت تر لارښوونې لاندې پېښه په جدي ډول څاري او د ډیپلوماټیکو مناسباتو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر بنسټ به لازم اقدامات کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.