ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اووه میلیونو ته ورسېده

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اووه میلیونو ته ورسېده

author avatar
8 Jun 2020 - 18:13
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اووه میلیونو ته ورسېده
author avatar
8 Jun 2020 - 18:13

کابل (پژواک، ۱۹غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اووه میلیونه کسانو ته رسېدلې چې یواځې دوه میلیونه یې امریکا کې دي.

‍د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره له اووه میلیونو څخه اوښتې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه درې نیم میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه ۴۰۶ زره کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره دوه میلیونو کسانو ته رسېدلې، دغه راز هلته۱۱۲  زره کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل هېواد کرونا ډېرځپلی، هلته  ۶۸۵ زره کسان پرې اخته او ۳۷ زره مړه شوي دي، دغه راز روسیه په دریېم مقام کې ده، هلته ۴۷۰ زره کسان پرې اخته ، خو  یواځې شپږ زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۲۰ زره کسان پرې اخته، ۳۶۰ مړه او نږدې دوه زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.