کابل (پژواک، ۱۹غبرګولی ۹۹): د کابل ښاروالي وايي چې په کابل ښار کې اړمنو ته د وچې ډوډۍ وېش ودرېد خو ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې مستحقو خلکو ته د خوراکي توکو وېش پیل شي.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره د کابل ښاروالي شاوخوا څلوېښت ورځې مخکې اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ وېش پیل کړ او تر پرونه پورې هره ورځ ۱۵۰۰ کورنیو ته وچه ډوډۍ توزېع کېده.
د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند پژواک ته وویل چې د وچې ډوډۍ وېش درېدلی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې مستحقو خلکو ته د خوراکي توکو وېش پیل شي.
هغې وویل چې د خوراکي توکو د وېش طرحه ریاست جمهوري ته وړاندې شوې او جزئیات به یې د جمهوري ریاست له تایید وروسته مشخص شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغې په خبره د مستحقو خلکو فهرست ترتیب شوی دی.
د دې ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ وېش په کابل او ولایتونو کې د ولسمشر په هدایت پیل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن