پل علم (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٩): د لوګر حکومتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پخوانى سناتور عبدالولي احمدزى وژلى دى.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مشرانو جرګې د دغه ولايت پخوانى غړى عبدالولي احمدزى پرون د خپلې خور د جنازې لپاره مرکز پل علم ته راغلى و.
هغه وايي: ((په چوڼۍ سيمه کې يې د خور جنازه وه، د شپې طالبان ورپسې کورته ورغلي، له کوره يې ايستلى او بيا يي پر ډزو وژلى دى.))
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي هم د طالبانو له لوري د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې عبدالولي احمدزي دا مهال د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکې ادارې کې دنده درلوده.
همدارنګه د چوڼۍ سيمې یوه اوسېدونکي اکبر پژواک ته وويل چې سناتور احمدزى بېګاه د طالبانو له لوري په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوى دى.
هغه وویل سناتور ډاکټر عبدالولي احمدزی د خپلې خور په جنازه کې چې پرون دوشنبه د مازديګر په څلورو بجو په لوګر ولايت چوڼيو کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې ادا شوې ګډون کړی او د شپې کلي کې پاتي شوی و.
هغه وايي: ((بېګاه يې وژلى دى، اوس يې جنازه کابل ته انتقال شوه چي عیدګاه جومات کې د جنازې ادا کولو وروسته به د ملي شورا هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.))
سناتور عبدالوالی د ملي شورا د ۱۵مه دوره کې په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو استازی و.
Visits: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن