د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له نیوکو وروسته مالیې وزارت یوشمېر بستونه د ازاد رقابت لپاره اعلان کړي

له نیوکو وروسته مالیې وزارت یوشمېر بستونه د ازاد رقابت لپاره اعلان کړي

Jun 09, 2020 - 15:20

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹ ) : مالیې وزارت وایي، چې یو شمېرلومړی او دویم بستونه د ازاد رقابت له لارې د استخدام لپاره په رسمي توګه د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یو خبر له مخې، له تېرو ۶ کلونو راهیسې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت لومړی او دویم بست، د اداري اصلاحاتو کمېسیون له خوا اعلان ته نه دی ورکړل شوي.

یوې سرچېنې پژواک ته ویلي و:« د مالیې وزارت یاد بستونه مهم او ډېر عایداتي بستونونه دي او ټولې ګومارنې یې په پيسو، معاملو، روابطو او رشوت ترسره کېږي.»

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن د غبرګولي په ۲۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۲۰ بستونه یې د مثبت بدلون راوستلو، نړیوالو همکارانو سره د روڼتیا ژمنې عملي کولو او ملکي ادارې قانون پلي کولو په موخه ازاد رقابت ته وړاندې کړي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغو اعلان شوو بستونو کې ۱۳ ریاستونه ،دو مشاوریتونه ،دوه مستوفیتونه او درې نور اسيستانت بستونه شامل دي.

مسجدي دغه راز وویل، د دغو بستونو اعلانېدو دویم پړاو چې په کې د ګمرکونو او عوایدو زیات بستونه شامل دي ټاکل شوې ډېر ژر پيل شي، ترڅو په دغو بستونو کې د شفافي پروسې له لارې خلک و ګومارل شي.

خو د اداري اصلاحاتو کمېسیون ویاند فرید احمد هم وایي چې له څو کلونو راهیسې د مالیې وزارت ځینې بستونه ازادې سیالۍ ته نه دي وړاندې شوي او دوی هم په دې اړه اندېښنه لري.

هغه پژواک ته وویل، دغه کمېسیون هڅه کوي چې ټول بستونه رقابت ته وړاندې شي، ترڅو ټول خلک وکولی شي له خپل حق څخه برخمن شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan