ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځلا ځاځۍ : خلک دې لومړی زما کار وګوري، بیا دې نیوکه وکړي

ځلا ځاځۍ : خلک دې لومړی زما کار وګوري، بیا دې نیوکه وکړي

author avatar
9 Jun 2020 - 15:08
ځلا ځاځۍ : خلک دې لومړی زما کار وګوري، بیا دې نیوکه وکړي
author avatar
9 Jun 2020 - 15:08

خوست ښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): د خوست امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت د دفتر نوې امره دويم څارن ځلا ځاځۍ وايي چې په نظامي برخه کې د ښځو کمې ونډې او دغه مسلک سره د خپلې علاقې له مخې يادې دندې ته حاضره شوې.

۲۱ کلنه ځلا ځاځۍ چې په اصل کې د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو اوسېدونکې ده او دا مهال له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسيږي، نوې خوست کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د دفتر امره ټاکل شوې.

هغې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې دي او وروسته د کورنيو چارو وزارت د نظامي زده کړو لپاره ترکيې هېواد ته ليږلې وه.

دويم څارن ځلا ځاځۍ چې پرون نوې دنده ته معرفي شوه، د غبرګولي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، په ټوله کې په نظامي په ځانګړي ډول جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې دا مهال ډېرې کمې مېرمنې په دندو بوختې دي.

هغې وويل، که څه هم اوسني شرايط په نظام کې مېرمنو ته د کار لپاره برابر نه دي، خو که خلک وغواړي او هغوی یې وهڅوي، نو کېدلی شي د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو ته هم ورو ورو دا موقع په لاس ورشي، چې د نورو حکومتي ادارو ترڅنګ نظامي برخه کې دندې ترسره کړي.

ځلا زياتوي: ((بايد تشويق شي دوی چې راشي او هغو ځايونو کې چې دوی ته ضرورت دی کار وکړي او د خلکو له خوا هم بايد تشويق شي. همدا ډول د حکومت په مرستې سره موږ کولی شو شرايط ځانته برابر کړو، وختي چې زما امنيت ونيول شي، محيط او شرايط ماته برابر شي، زه کولی شم یو ځای کې کار وکړم.))

يو شمېر خلکو په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي توګه فېسبوک کې پر دغه بست د ځلا ځاخۍ ګومارل کېدو په اړه په حکومت نيوکه کړې، چې ګني دا بست د هغې لپاره مناسب نه دی، خو خپله ځلا ځاځۍ بيا وايي چې دا په افغاني ټولنه کې د مرد سالارۍ د موجوديت د ښکاره ثبوت اغېز دی، چې اوس هم په خپل اوج کې دی.

هغې پژواک ته وويل: ((زه په دې حساب له خپلو خلکو ډېره خپه يم. دوی بايد ما سره ډېره همکاري کړې وای، ځکه ما زړه ښه کړو راغلم يو لرې ځای ته، ما غوښتل خپل وطن ته کار وکړم او يو ولايت ته راغلم چې هغه ماته ضرورت لري او ښځې دولتي ادارو کې ډېرې نشته، نو زه په دغه حساب دوی نه خپه يم او غواړم چې دوی له ما ملاتړ وکړي..))

ځلا ځاځۍ وایي، که موقع ورته برابره شي، د هېواد هره ښځه دا وړتيا لري چې د نارینه وو په څېر نظامي برخو کې دندې ترسره کړي او له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړي.

د هغې په وينا، پر دغې دندې د نوموړې په ګومارنې سره به نورې مېرمنې هم تشويق او دې ته زړه ښه کړي، چې راشي حکومت په ځانکړې ډول نظامي برخو کې دندې ترسره کړي.

ځاځۍ وايي: ((له خلکو نه مې دا هيله ده چې تخريب مه کوئ حمايت مې کړئ. سمه ده زما سن به کم وي، خو ستاسو وړې خور په حساب مې زده کړې کړې دي، زه يې کولی شم. تاسې اول زما کار وګورئ، چې ايا زه کولی شم پر دغه بست وطن ته خدمت وکړم کنه، بیا دې نيوکې وکړی. دولت نه مې هم همدا هيله ده چې زما حمايت وکړي.))

د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت د دفتر امره ځلا ځاځۍ وايي، په پوليسو بيا په ځانګړې ډول په جنايي برخه کې د ښځينه افسرانو شتون ډېر اړين دی، ځکه د هغې په وينا، هغه ډول چې يوه ښځه له بلې ښځې اظهارات اخلي، سړي یې نه شي اخيستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.