ایبک (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹): سمنګان کې سیمه ییز مسوولین وايي، د نجات ډله تر اوسه نه ده توانېدلې چې په کان کې بند پاتې ټول کارګر وژغوري.
د سمنګان ولایتي شورا رییس بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په دغه کان کې د عیني شاهدانو په خبره، ۱۶ کارګر بند پاتې وو چې د نن ورځې تر ۳ بجو (د غبرګولي ۲۱مه) شپږ مړي را ایستل شوي دي.
تېره ورځ د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک د ډبرو سکرو کان کې چاودنه رامنځته شوه او د دغه کان یو شمېر کاګر تر خاورو لاندې شول.
د پټرولیم او کانونو وزارت پرون ویلي چې په دغه کان له ۱۶ تر ۱۸ کسان تر ډبرو او خاورو لاندې بند پاتې دي خو د دره صوف ولسوال وايي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په کان کې بند پاتې دي.
خو سمنګان ولایتي شورا رییس چې د دره صوف بالا اوسېدونکی دی، پژواک ته وویل: ((دوو کسانو چې دغه کان ته نږدې وو، وویل چې په کان ۱۶ کسان بند پاتې دي چې تر اوسه (له غرمې وروسته درې بجې) د شپږو کسانو مړي را ایستل شوي دي.
هغه زیاتوي، تر اوسه د نجات ډلې څو ځلې خپل کسان د یادو کاګرو د نجات لپاره کان دننه کړي خو هلته د ګاز له امله مسموم شوي دي.
د هغه په خبر، دا چې چاودنه په صوف کې اووه سوه متره دننه شوې ده، نو د نجات ډلې کار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
خو هغه وايي، د نجات ډله تصمیم لري د یوه بل صوف له لارې چې یاد صوف ته نږدې تېر شوی، مخکې ولاړ شي، لومړي ګام کې به دواړه صوفونه وصل کړي، وروسته به د صوف هوا تخلیه کړي او د پاتې کسانو مړي به را وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د خلکو له خوا پر خپل سر د صوف ایستلو له امله په ځلونو دغسې پېښې رامنځته شوې دي.
لکه څرنګه چې د ۱۳۹۵ کال په غويي میاشت کې د دهانه تور د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۲۶ معدنکاران ووژل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن