ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د قرنطين له ماتېدو وروسته تر ۳۵۰ ډېر کسبګر او اصناف له کرونا مړه شوي

جلال اباد کې د قرنطين له ماتېدو وروسته تر ۳۵۰ ډېر کسبګر او اصناف له کرونا مړه شوي

author avatar
11 Jun 2020 - 17:47
جلال اباد کې د قرنطين له ماتېدو وروسته تر ۳۵۰ ډېر کسبګر او اصناف له کرونا مړه شوي
author avatar
11 Jun 2020 - 17:47

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): په ننګرهار کې د کسبګرو، اصنافو او هټۍ والو اتحادیه وايي، په جلال اباد ښار کې د قرنطين له ماتېدو وروسته تر ۳۵۰ ډېر کسان يوازې اصناف او د هغوی د کورنۍ غړي له کرونا مړه شوي دي.

دوی دغه ادعا په داسې حال کې کوي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۲۰ کسان له کرونا مړه شوي دي.

د ننګرهار د کسبګرو او هټۍ والو اتحادیه که څه هم نيوکه نه کوي خو وايي، عامې روغتيا رياست چې کوم معلومات خپروي، د هغو څو چنده زيات کسان په ننګرهار کې پر کرونا اخته شوي او هم مړه شوي دي.

د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته جلال اباد ښار کې قرنطين اعلان شو چې له امله يې ډېر کاروبارونه ودرېدل او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل خو د کوچني اختر له را رسېدو سره سم ورو ورو قرنطين ختم شو او اوس يوازې له ښوونيزو ادارو پرته نورو ټولو برخو کې قرنطين ختم شوی دی.

له کوچني اختر نږدې شل ورځې تېرېږي خو جلال اباد ښار کې کسبګرو، اصنافو او هټۍ والو خونه وايي چې په دې موده کې تر ۳۵۰ ډېر کسان چې زياتره يې اصناف، کسبګر، هټۍ وال او د هغوی د کورنۍ غړي دي، کرونا ويروس مړه کړي دي.

د دې خونې مشر عزيزالرحمن عرب د غبرګولي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل، همدا نن هم د دې خونې اړوند د بېلابېلو صنفونو اته کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

د هغه په وينا، يوازې د تېرو شلو ورځو په موده کې تر شلو کسان د زرګرانو اتحاديې اړوند کرونا وژلي دي.

دی وايي، که څه هم دوی هره ورځ په هټۍ والو ګرځي، ماسکونه پرې وېشي او عامه پوهاوی ورته کوي، خو بيا هم ګڼه ګوڼه او نورې ستونزې د دې لامل شوې چې پر کرونا د اخته کېدونکو او مړه کېدونکو شمېر زياتېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ چې کومه ارزيابي کړې ده، د ښار په نهو ناحيو کې ۳۵۰مړي شوي، هغه ارقام چې صحت عامه نشروي خلکو به ځانونه نه وي ثبت کړي، خو داسې ورځ نشته چې موږ د څلورو تر اتو جنازې نه وي کړي، چې زياتره يې کسبګر او اصناف دي.))

هټۍ وال هم وايي چې دوی تر ډېره هڅه کوي، روغتيايي لارښوونو ته په پاملرنې سره خپلې چارې مخې ته يوسي خو سودا اخیستونکي تر ډېره بې پروايي کوي.

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې مارکېټ د خوراکي توکو يو پلورونکي حاجي عبدالغياث پژواک ته وويل، خپله هم ماسک استعمالوي او هر څوک چې ترې سودا اخلي هغوی باندې هم ټينګار کوي چې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي.

خو يو بل هټۍ وال خانزاده افغان بيا نيوکه وکړه چې ننګرهار ته له کرونا سره د مبارزې لپاره د شوو مرستو لس سلنه يې هم دلته نه ده مصرف شوې؛ ځکه يې تلفات هم زيات کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.