کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : د ناټو نوی ملکي استازی وایي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ډېموکراسۍ او د قانون حاکمیت په برخو کې د پرمختګونو له پامه غورځولو سره بېرته تېرو کلونو ته وګرځي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي او سفیر سټیفانو پونټرکروف له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه چې د ایټالیا اوسېدونکی دی، ماشومتوب یې هم په افغانستان کې تېر کړی، هغه مهال یې پلار په افغانستان کې د ایټالیا ډېپلوماټ و، خو وروستی ماموریت یې په پاکستان کې د ایټالیا د سفیر په توګه د دندې ترسره کول و.
نوموړي دغه راز د ایټالیا په دفاع وزارت او یو شمېر نورو وزارتونو کې په لوړو پوسټونو دندې ترسره کړې دي او پراخه کاري تجربه لري.
سټیفانو د پخواني ملکي استازي بریتانوي نیکولاس کې ځای ناستی ټاکل شوی دی.
نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې لومړی له پژواک او نورو رسنیو مننه وکړه چې په سختو امنیتي شرایطو کې خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کوي.
هغه د امریکا او طالبانو تړون ته په اشارې سره وویل چې امریکا تر تړون مخکې او وروسته له ناټو سره له نږدې سلا مشورې کړي او ناټو ددې تړون او د افغان حکومت، ناټو او امریکا د ګډې اعلامیې بشپړ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چې له دې تړون او ګډې اعلامیې سره په افغانستان کې د سولې لپاره یو انتیک چانس په ورغلی چې باید ترې ګټه پورته کړای شي.
د ناټو نوي ملکي استازي وویل، له دې تړون سره په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره شوې، څو په دې هېواد کې سوله تامین او دا خاوره یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
د هغه په وینا، دا به اسانه نه وي چې دا پروسه ژر بشپړه شي، خو که وکتل شي په دې وروستیو کې د افغان سولې پروسې په تړاو مهم اقدامات شوي، چې له امله یې د باور فضا رامنځته شوې، تاوتریخوالی کم شوی، اختر کې اوربند وشو او د بندیانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده.
سټیفانو وایی چې دا اقدامات نه یواځې د افغانستان وسله والې کشالې پای ته رسولو سره مرسته کوي، بلکې هم مهاله د کرونا پر ضد مبارزه کې هم ګټور تمامیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن