ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د حکومت ۲۲  نور بندیان یې خوشې کړل

طالبانو د حکومت ۲۲ نور بندیان یې خوشې کړل

author avatar
12 Jun 2020 - 20:49
طالبانو د حکومت ۲۲  نور بندیان یې خوشې کړل
author avatar
12 Jun 2020 - 20:49

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې نن یې د افغانستان د حکومت ۲۲ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غبرګولي په ۲۳مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن یې په پروان ، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ۲۲ تنه دولتي بندیان خوشې کړي دي.

هغه ویلي چې دوی سره د پخوا په څیر د نغدو پیسو مرسته شوې او  کورونو ته لیږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دمخکې هم طالبانو شاوخوا ۵۵۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي وو، چې دې سره د ټولو خوشې شویو بندیانو شمیره شاوخوا ۵۷۲ تنو ته ورسیده.

خو افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي او ولسمشر نن اعلان کړی چې دوه زره نور خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغان سولې پروسه ګړندۍ شوې او ټاکل شوې ده چې ډير ژر بین الافغاني مذاکرات په قطر کې پیل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.