ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد میندې: د جګړې ښکېلې خواوې دې نور سوله وکړي

د هېواد میندې: د جګړې ښکېلې خواوې دې نور سوله وکړي

author avatar
13 Jun 2020 - 18:38
د هېواد میندې: د جګړې ښکېلې خواوې دې نور سوله وکړي
author avatar
13 Jun 2020 - 18:38

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو میندې په هېواد کې د جنګ دوام د اندېښنې وړ بولي او د جنګ له خواوو غواړي چې د سولې ټینګښت لپاره د هلو ځلو ترڅنګ باید په خپلو بریدونو کې ملکي کسان په نښه نه کړي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ۶۷ کلنه شهناز یوه له دغو میندو ده چې په جګړو کې یې خپل زوی له لاسه ورکړی، خپلې شپې او ورځې سولې او ارامتیا ته د راتګ په ارمان تېروي.

دغه ځوریدلې مور (د مور ورځ) په پار ټولو میندو، په ځانګړې ټوګه هغو میندو ته مبارکي وایي چې خپل بچي یې له لاسه وکړي او د جګړو له خواوو غواړي چې ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي او رښتینې سولې راوستلو لپاره صادقانه هڅې وکړي.

هر کال د غبرګولې ۲۴مه د مور ورځې په نوم په هېواد کې نمانځل کېږي.

هغه وایي چې تل په خپلو دعاګانو کې د سولې لپاره دعا کوي او یواځېنۍ هیله یې په هېواد کې د جنګ او وینو تویېدو درېدل دي.

شهناز وویل: «زما هیله له طالبانو، نور ډلو او حکومت څخه دا ده چې جنګ بس کړي څو هیڅ مور د بچې، هیڅ مېرمن د خاوند او هېڅ ماشوم د خپل مور او خور د نه شتون درد ونه ویني.»

دغې مور چې یو ځوان زوی یې په کور کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله او یو بل یې د سرطان ناروغۍ له امله له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې اوښکې یې تویېدې، ویل یې چې خدای ج ته یې یواځېنۍ دعا دا ده چې په هېواد کې سوله راشي څو میندې نور د خپلو بچو درد ونه ویني.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوې بلې اوسېدونکې ۷۰ کلنې شفیقې هم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جنگ له داوو خوا غواړم چې سوله وکړي او د افغانستان ارامتیا لپاره کار وکړي، جنګ نور بس دی ټولې میندې له جنګه ستړې دي.»

د کابل ښار د خوشحال خان سیمې اوسېدونکې نجیبه عبدالله هم وایي: «زه یوه مور یم د هرې هغې مور درد باندې ښه پوهېږم چې خپل بچي یې لاسه ورکړي وي او پوهېږم چې د هغه په نه شتون کې څومره درد ویني، د مور ورځې په مناسبت د جنګ له ټولو خواوو غواړم چې له قتل او قتال څخه لاس واخلي او ملکي کسان ونه وژني.»

هغې همدارنګه وویل: «هغه څوک چې وسله اخلي، جنګ کوي، د خلکو وینې تویوي، باید یو څه خپله خور او مور هم په پام کې ونیسي چې که چېرته دی ووژل شي، پر هغوی په څه تېر شي؟ بیا له خپل دغه کار څخه تېر شه او راشه سوله وکړه.

د سوداګرۍ او صنعت په وزارت کې د جندر کارپوه فیروزې یونس هم پژواک ته وویل: «هيله مې دا ده چې نور په افغانستان کې هېڅ مور د خپل اولاد درد ونه ګوري او بغیر له کوم شرط او قید څخه سوله راشي.»

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم میندې د سولې ټنګښت لپاره هیله منې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.