د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هېواد میندې: د جګړې ښکېلې خواوې دې نور سوله وکړي

د هېواد میندې: د جګړې ښکېلې خواوې دې نور سوله وکړي

Jun 13, 2020 - 18:38

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو میندې په هېواد کې د جنګ دوام د اندېښنې وړ بولي او د جنګ له خواوو غواړي چې د سولې ټینګښت لپاره د هلو ځلو ترڅنګ باید په خپلو بریدونو کې ملکي کسان په نښه نه کړي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ۶۷ کلنه شهناز یوه له دغو میندو ده چې په جګړو کې یې خپل زوی له لاسه ورکړی، خپلې شپې او ورځې سولې او ارامتیا ته د راتګ په ارمان تېروي.

دغه ځوریدلې مور (د مور ورځ) په پار ټولو میندو، په ځانګړې ټوګه هغو میندو ته مبارکي وایي چې خپل بچي یې له لاسه وکړي او د جګړو له خواوو غواړي چې ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي او رښتینې سولې راوستلو لپاره صادقانه هڅې وکړي.

هر کال د غبرګولې ۲۴مه د مور ورځې په نوم په هېواد کې نمانځل کېږي.

هغه وایي چې تل په خپلو دعاګانو کې د سولې لپاره دعا کوي او یواځېنۍ هیله یې په هېواد کې د جنګ او وینو تویېدو درېدل دي.

شهناز وویل: «زما هیله له طالبانو، نور ډلو او حکومت څخه دا ده چې جنګ بس کړي څو هیڅ مور د بچې، هیڅ مېرمن د خاوند او هېڅ ماشوم د خپل مور او خور د نه شتون درد ونه ویني.»

دغې مور چې یو ځوان زوی یې په کور کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله او یو بل یې د سرطان ناروغۍ له امله له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې اوښکې یې تویېدې، ویل یې چې خدای ج ته یې یواځېنۍ دعا دا ده چې په هېواد کې سوله راشي څو میندې نور د خپلو بچو درد ونه ویني.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوې بلې اوسېدونکې ۷۰ کلنې شفیقې هم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جنگ له داوو خوا غواړم چې سوله وکړي او د افغانستان ارامتیا لپاره کار وکړي، جنګ نور بس دی ټولې میندې له جنګه ستړې دي.»

د کابل ښار د خوشحال خان سیمې اوسېدونکې نجیبه عبدالله هم وایي: «زه یوه مور یم د هرې هغې مور درد باندې ښه پوهېږم چې خپل بچي یې لاسه ورکړي وي او پوهېږم چې د هغه په نه شتون کې څومره درد ویني، د مور ورځې په مناسبت د جنګ له ټولو خواوو غواړم چې له قتل او قتال څخه لاس واخلي او ملکي کسان ونه وژني.»

هغې همدارنګه وویل: «هغه څوک چې وسله اخلي، جنګ کوي، د خلکو وینې تویوي، باید یو څه خپله خور او مور هم په پام کې ونیسي چې که چېرته دی ووژل شي، پر هغوی په څه تېر شي؟ بیا له خپل دغه کار څخه تېر شه او راشه سوله وکړه.

د سوداګرۍ او صنعت په وزارت کې د جندر کارپوه فیروزې یونس هم پژواک ته وویل: «هيله مې دا ده چې نور په افغانستان کې هېڅ مور د خپل اولاد درد ونه ګوري او بغیر له کوم شرط او قید څخه سوله راشي.»

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم میندې د سولې ټنګښت لپاره هیله منې دي.

د میدان ښار ولایت اوسېدونکې خدیجې پژواک ته وویل چې یواځېنۍ هیله یې په ژوند کې د سولې ټینګښت دی څو میندې د خپلو بچو غم ونه ویني.

هغې وویل: «هغه ماشومانو چې واقعي مینه (مور مینه) له لاسه ورکړې وي او هغو میندو چې خپلو د زړونو ټوټې (بچي) یې لاسه ورکړي، یواځې سوله کولی شي د هغو د زخمو لپاره ټکور شي.»

هغه له ټولو زامنو او لوڼو وغوښتل چې خپلو میندو او پلرونو ته احترام وکړي او ویې ویل، کورنۍ هم باید خپلې بچي و هڅوي چې د روښانه راتلونکې او تعلیم لپاره هڅې وکړي.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې تمنا هم وایي: «یواځېنۍ هیله مې دا ده چې راتلونکی کال د مور ورځ په داسې حال کې و نمانځو چې په هېواد کې مو سوله وي.»

هغه هم د نورو میندو په شان د جنګ له خواوو غواړي چې جنګ و دروي او په خپلو بریدونو کې ملکي کسان په نښه نه کړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې داکتر پتوني تایشمن د مور ورځې په مناسبت وویل: «افغان مېرمنې قهرمانې مېندې دي؛ ځکه چې ځینو خپل بچي له لاسه ورکړي او ځینې هره دقیقه دا انتظار کوي چې خدای  مه کړه خپل بچي به لاسه ورنه کړي، هغه میندې چې د خپلو بچو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي، هغه میندې چې هر ډول تاوتریخوالی مني؛ ځکه چې ښځې قهرمانانې دي او د مور ورځې په مناسبت ورته مبارکې وایم.»

هغه هيله څرګند کړه چې په هېواد کې جګړه و دریږي او ټولې مېرمنې بغیر له تاوتریخوالي ژوند وکړي.

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې مهناز موزون هم وایي: «میندي د خپلو بچو د ژوند قهرمانانې همدا میندې دي چې زحمتونه ګالي او ټولنې ته یو نوی نسل وړاندې کوي.»

هغي وویل: «الهی هېڅ مور دې د ځمکې پر مخ درد رنځ او ظلم ونه ویني.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan