ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې کوچیان شکایت کوي چې غیر قانوني پیسې ترې اخیستل کېږي

غور کې کوچیان شکایت کوي چې غیر قانوني پیسې ترې اخیستل کېږي

author avatar
13 Jun 2020 - 18:06
غور کې کوچیان شکایت کوي چې غیر قانوني پیسې ترې اخیستل کېږي
author avatar
13 Jun 2020 - 18:06

فیروزکوه (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): په غور کې ځیني کوچیان او استازي یې وایي چې له یوه ولایته بل ته د کوچېدو پر مهال ځیني زورواکي ترې پیسې او یا هم پسونه اخلي.

هغوی له حکومته غواړي چې د دوی د دایمي مېشتېدو لپاره دې یو مناسب ځای ورکړل شي څو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ یې ماشومان هم ښوونځي ته ولاړ شي او د تعلیم له نعمته برخمن شي.

د اافغانستان احصایې ادارې د احصایوي کلنۍ د معلوماتو له مخې،  په ۱۳۹۹ کال کې د کوچیانو نفوس ۱،۵ میلیونه اټکل شوی دی.

کوچیان هر کال د پسرلي په را رسېدو سره له سوېلي ولایتونو مرکزي ولایتونو ته او بیا شمالي ولایتونو ته کوچېږي او ځیني قبیلې یې د څرځایونو په پېرلو سره خپل ژوند پر مخ بیایي.

د غور کوچیان د حکومت پر نه پاملرنې د نیوکې ترڅنګ وايي چې اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغوی ادعا کوي چې له یوې خوا ځیني خلک او زورواکي د لارې په اوږدو کې له دوی پیسې اخلي او ځوروي یې او بلخوا امنیتي ځواکونه هم د مالیې په نوم  پیسې اخلي.

یو کوچی الله ګل پژواک ته وویل: "موږ ته په لاره کې خلک ځور راکوي، باید هغوی ته پسونه ورکړو، په بېلابېلو پلمو او ټوپک په زور له موږ پیسې اخلي خو کله چې پوستې ته رسېږي، وایي د دولت مالیه ورکړئ، په داسې حال چې دولت له ځانه قانون لري، مګر دوی یې اخلي، که یې ور نه کړو وهي مو.

نوموړی له حکومته غواړي چې د دایمي مېشتېدو لپاره دې ورته ځای ورکړي څو له دولتي خدمتونو برخمن شي.

یو بل کوچی سیدالله وایي: ((دولت دې له موږ سره همکار وکړي ځای دې راکړي، جایداد نخ لرو، مکتب نشته چې ماشومان مو درس ووایي، کلینیک نشته چې مریضان ور ولو.))

له بلې خوا د غور سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د کوچیانو پر ستونزو اندېښنه وښوده او له قشر سره پر همکارۍ یې ټینګار وکړ.

د غور دکوچیانو امر محمد نبي احمدزي پژواک ته وویل چې کوچیان په دغه ولایت کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې د دوی ستونزې یې له اړوند ادارو سره شریکې کړې، هڅه کوي دغه ستونزې ور حل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.