د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د خوست په کادري روغتون کې اکسېجن او درمل خلاص شوي"

"د خوست په کادري روغتون کې اکسېجن او درمل خلاص شوي"

Jun 14, 2020 - 19:25

خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹): د خوست يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د خوست په کادري روغتون کې چې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوی، د مصنوعي اکسېجن د نه شتون له کبله د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ دی.

هغوی چې نن د «غبرګولي ۲۵مه» له غرمې وروسته د کادري روغتون مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو، خپلو خبرو کې وويل چې دغه ولايت ته د کرونا لپاره په لېږل شوو شپيتو ميليونو افغانيو کې پراخ فساد شوی دی.

دوی چې «ساه نه شو اخيستی اکسېجن چېرې دی او کرونا ولس ته وبا ده، چارواکو ته پروژه ده» شعارونه ورکول، وروسته له هغه په اعتراض لاس پورې کړ چې نن سهار وختي يوه ناروغ په ياد روغتون کې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغوی د ادعا په ډول وويل، ياد ناروغ چې د خوست د پوهنې رئیس نصيراحمد روښان پلار و، د مصنوعي اکسيجن د نه شتون له کبله مړ شوی دی.

د شيخ زايد پوهنتون استاد نورالله ښاد چې په دې اعتراض کې يې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا لپاره دغه ولايت ته په لېږل شوو پيسو کې لومړيتوبونه په نظر کې نه دي نيول شوي او په بېځايه شيانو مصرفيږي.

دی وايي: ((موږ د ډاکټرانو لپاره لس يا دوولس کوټې په څلور ميليونه افغانيو رنګوو. موږ د څلور ميليونو کمپلې اخلو، خو موږ د اکسيجن د ډبو کمۍ لرو. دا اوس څلوېښت د کرونا ناروغان په کادري روغتون کې بستر دي، ولې د اکسيجن وسايل د لسو کسانو لپاره لرو.))

د يعقوب جان ستوري په نوم يوه بل اعتراض کوونکی وايي تردې دمه ولايت مقام، د عامې روغتيا رياست او د کادري روغتون مسوولين پر دې نه دي بريالي شوي چې د کرونا لپاره ځانګړې شوې پيسې په سم ډول مصرف کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې په يادو پيسو کې پراخ فساد روان دی او له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د شته فساد مخه دې ونيسي.

هغه زياتوي: ((تر نن پورې د خوست کادري روغتون برېښنا پيدا نه کړه، په داسې حال کې چې خوست کې دولتي برېښنا شته. درې مياشتې تېرې شوې ولې د کرونا بودجه په هغه لومړيتوبونو باندې چې د کرونا ناروغانو لپاره اشد ضرورت دی، ونه لګول شوه.))

د کرونا هغه ناروغ چې نن سهار په کادري روغتون کې مړ شو، خپلوان هم وايي چې ناروغ يې د مصنوعي اکسېجن د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د کمين محمدانوري په نوم د مړه شوي ناروغ وراره پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کادري روغتون کې مصنوعي اکسيجن هيڅ شتون نه لري او دوی د خپل ناروغ لپاره له کوره د اکسيجن ډبه راوړې وه.

هغه زياته کړه: ((له بده مرغه د اکسېجن د نه رسېدو له امله زموږ تره خپل روح حق ته وسپاره. همدا حقايق دي، که دا ډبه په کادري روغتون کې شتون ونه لري او له قراردادي څخه يې ډبې نه وي راوړې، نو په دار مې وځړوئ.))

بل پلو د خوست د عامې روغتيا ریيس ډاکتر حبيب شاه انصاري بيا د يادو اعتراض کوونکو دا ادعا مطلق بې بنسټه بولي چې په کادري روغتون کې دې د کرونا ناروغانو لپاره مصنوعي اکسېجن شتون ونه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل که چا دا ثابته کړه چې په کادري روغتون کې اکسېجن شتون ونه لري، نو دی حاضر دی چې له خپلې دندې استعفا وکړي او زندان ته لاړ شي.

دی زياتوي: ((دلته اکسېجن موجود و، تحقيقات کولی شئ، تاسو تلی شئ، له ناروغانو پوښتنه کولی شئ او بله يوه مهمه مسئله، زه دې ته هم اماده يم چې ولايت مقام او اړوند ارګانونه دې هيئت وټاکي که يې دا ثابته کړه چې په کادري روغتون کې اکسېجن نه و موجود او دا ناروغ د اکسېجن د نه موجوديت له امله مړ شوی وي؛ نو مطلق دې ما سره د يو قاتل معامله وشي.))

په ورته وخت کې د خوست والي وياند طالب منګل هم پژواک اژانس ته وويل چې دوی په وخت سره د کادري روغتون ستونزو او اړتياوو ته رسېدنه کړې او هڅه يې دا ده، په کومو برخو کې چې ستونزه موجوده وي، هغې ته پر وخت رسېدنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan