سرپل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹): په سرپل ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو له امله څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تېره شپه ددغه ولایت مرکز قشقري سيمه کې د سړک ترڅنګ د یوه خښ شوي ماین چاودنې له امله د ملي اردو دوو سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا چې ددغو امنیتي ځواکونو هاموې ټانګ هم له منځه تللی دی.
د سرپل ولایت امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو برخې آمر نورآغا فیضي هم وایي، چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې سلطان غجر په سیمه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې له امله یې دو پولیس ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن