ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کرونا د اخته مړو خښولو لپاره د تدابیرو نه شتون اندېښنې پیدا کړې دي

پر کرونا د اخته مړو خښولو لپاره د تدابیرو نه شتون اندېښنې پیدا کړې دي

author avatar
15 Jun 2020 - 15:39
پر کرونا د اخته مړو خښولو لپاره د تدابیرو نه شتون اندېښنې پیدا کړې دي
author avatar
15 Jun 2020 - 15:39

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹): په کابل کې د هغو کسانو شمېر چې د کرونا له امله مړه کېږي، تر اعلان شوو شمېرو ډېر دی او په ځینو هدیرو کې د یادو مړو خښولو پر مهال د خونديتوب تدابیر چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره دي، نه نیول کېږي.

خو یوازېنی بدلون چې راغلی، د هغو مړو خښولو په مراسمو کې چې د کرونا له امله مړه شوي وي، ډېر کم خلک ګډون کوي.

د مړه شوو شمېرې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر پرونه (د غبرګولي ۲۵مه) ۲۴۷۶۶ کسان پر کرونا اخته شوي، له دې ډلې ۴۷۲۵ کسان روغ شوي او ۴۷۱ نور مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، ډېر هغه خلک چې پر کرونا اخته کېږي، روغتونونو ته مراجعه نوه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د هغو کسانو شمېر چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل کې ژوند له لاسه ورکړی، شپږ کسان اعلان کړ، خو د پژواک خبري اژانس ټېم پرون د کابل له دوو هدیرو (د امید او جاجي نبي ښارګوټي) لیدنه وکړه او ویې مونده چې له غرمې مخکې له نهو تر یوولس بجو، ۱۲ کسان چې د کرونا له امله مړه شوي وو، په یادو دوو ساحو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ښايي د کابل ښار په نورو هدیرو کې هم د کرونا له امله د مړه شوو جنازې خاورو ته سپارل شوې وي.

د امید ښارګوټي هدیرې یوه قبر کيندونکي رجب علي پژواک ته وویل چې له کوچني اختر وروسته د کرونا له امله د مړه شوو شمېر ډېر شوی او په دې وروستیو کې هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ کسان چې د کرونا له امله مړه شوي وي، په دغې هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((مخکې په دې هدیره کې له درېیو تر څلورو کسانو قبر کیندنه کوله، خو اوس په دې هدیره کې ۲۵ قبر کیندونکي دي او موږ اوس کله کله د شپې له مخې هم قبرونه جوړوو؛ ځکه خلک په شپه کې هم خپل مړي خښوي.))

د هغه په خبره چې دوه قبر کیندونکي د سهار له اوو بجو بیا د ماښام تر اوو څلور قبرونه جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.