ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په دوو بریدونو کې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Jun 2020 - 20:37
author avatar
16 Jun 2020 - 20:37

غزني ښار(پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹) : د غزني ځایي چارواکي  وايى  چې د وسله والو مخالفینو په دوو بریدونو کې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده  د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن ترغرمې وروسته  د ده یک ولسوالۍ په لغوات سیمه کې د وسله والو لخوا توغول شوې یوه مرمۍ په سیمه کې پر ماشومانو لګیدلې ده. 

هغه زیاته کړه چې ماشومانو هلته لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ لګیدو له امله څلور ماشومان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا، په دغو ماشومانو کې نجوني او هلکان شامل دي.

د والي ویاند وویل چې تېره شپه هم د غزني ولایت مرکز اسفندې سیمه کې له نامعلوم لوري د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ په یوه کور لګیدلې چې ۲ ماشومانو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې وه.

د هغه به وینا، له دې وړاندي هم په ورته پیښو کې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د جنګ غاړي یې په یو او بل اړوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په غزني کې ماشومانو ته مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی  هیواد ګرځولی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې تیر کال په افغانستان کې درې زره ماشومان په بیلا بیلو پيښو کې وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.