ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د مطبوعاتو تجربه لرونکی غړی شاه محمود هارون د کرونا له امله ومړ

د هېواد د مطبوعاتو تجربه لرونکی غړی شاه محمود هارون د کرونا له امله ومړ

author avatar
16 Jun 2020 - 13:30
د هېواد د مطبوعاتو تجربه لرونکی غړی شاه محمود هارون د کرونا له امله ومړ
author avatar
16 Jun 2020 - 13:30

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): د هېواد د مطبوعاتو یو له تجربه لرونکو او د پژواک خبري اژانس اداري مسوول شاه محمود هارون د کرونا ناروغۍ له امله تېره شپه د ۵۷ کلونو په عمر په کابل ښار کې ومړ.

ارواښاد شاه محمود هارون د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې زېږدېدلی و، له لوړو زده کړو وروسته یې په رسنیو کې کار پیل کړ او په بېلابېلو ادارو کې یې ملت ته ۳۵ کاله په خدمت کې تېر کړ.

هارون له ۱۹۸۷ میلادي کال څخه تر ۱۹۸۸ پورې په دهقان ورځپاڼه کې د خبریال او ډیزاینر، له ۱۹۹۸ تر ۱۹۹۲ پورې د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکي، له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۲ پورې د کابل ټایمز ورځپاڼې خبریال او ایډېټر، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ پورې په IWPR کې د رسنیز ایډېټر په توګه، له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۷ پورې د نړیوال ژورنالېزم په مرکز (CIJ) کې د ټرینرانو د مسوول، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د ټرینر مشاور په توګه او له ۲۰۱۴ څخه تر اوسه پورې د پژواک خبري اژانس د اداري مسوول او ټرینر په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي پر یادو ادارو برسېره په نړیوالو ادارو لکه UNDP کې هم د ټرینر په توګه کار کړی دی.

هارون واده درلود، له هغه درې زامن او دوه لوڼې پاتې دي.

د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل د هارون مړینه د پژواک، د هغه د کورنۍ او رسنیو ټولنې لپاره لویه ضایعه وبلله او ویې ویل چې هغه د پژواک له تاسیسه تر اوسه پورې له دې ادارې سره همکار او همګامی و.

هغه زیاته کړه: ((هارون صاحب په تېرو ۱۷ کلونو کې د دې ادارې په پرمختګ او پراختیا کې فعال رول درلود او په حساسو وختونو چې پژواک له ستونزو سره مخ و، د ادارې او همکارانو ترڅنک ولاړ و.))

د دانش په خبره، هارون هغه مهال چې پژواک له بحران سره مخ، ډېره هڅه وکړه څو دغه اداره وژغوري.

هغه وايي چې شاه محمود هارون د پژواک د اداري چارو ترڅنګ د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې هم مهم رول درلود او هڅه یې کوله څو د دې ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.

د پژواک خبري اژانس مدیر مسوول خواجه خلیل احمد فطري د کابل په بګرامیو کې د خاورو ته د هارون د جنازې له سپارلو وروسته د نوموړي مړینه د پژواک خبري اژانس او رسنیزې ټولنې لپاره لویه ضایعه وبلله او ویې ویل چې هغه هر وخت د پژواک او د دې ادارې د کارکوونکو د پرمختګ لپاره هڅه کوله، د ده او نورو همکارانو زحمتونه د دې لامل شول څو تېره ورځ پژواک اژانس د اطلاع رسونې په برخه د بې پولې خبریالانو له خوا قهرمانه رسنۍ ونومول شي.

هغه هارون یو یو صادق، مودب، مدیر او مدبر شخص او یو مسلکي ژورنالېست یاد کړ او ویې ویل چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ډېرې خاطرې په ذهن کې لري.

د فطري په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د شاه محمود خدمتونه او اوس چې ځيني تکړه ژورنالېستان د ده د شاګردۍ افتخار لري، په افغانستان کې د بیان ازادي لپاره نه هېرېدونکي دي.

په دې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) په یوه پیغام کې ویلي چې د هارون مړینه د هېواد د رسنیو لپاره یوه ضایعه ده او د هغه نه شتون به تر ډېره د هېواد په رسنیو کې محسوس وي.

نی د هارون کورنۍ، پژواک خبري اژانس او رسنیزې ټولنې ته د ډاډګیرنې ویلو ترڅنګ لیکلي: ((د هارون مړینه ښيي چې د رسنیو کارکوونکي تر کومه بریده د کووید ۱۹ له ویروسه زیانمن دي او له کرونا سره د مبارزي په لومړۍ لیکه کې دي. موږ د افغانستان له دولته غواړو څو د رسنیو د هغو کارکوونګو لپاره چې د کرونا ناروغۍ له امله مړه کېږي، بودجه ځانګړې کړي، څو د هغو د کورنیو لپاره یو لاسنیوی شي.))

دغه راز د رسنیو ځینو بنسټونو او د هېواد د ژورنالېستانو او لیکوالو ټولنې د شاه محمود د مړینې له امله ډاډګیرنه ورکړې ده.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.