ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ بورډ رییس: ځینې کسان ملي لوبغاړي د خپلو شخصي ګټو لپاره څرخوي

د کرکټ بورډ رییس: ځینې کسان ملي لوبغاړي د خپلو شخصي ګټو لپاره څرخوي

author avatar
16 Jun 2020 - 21:43
د کرکټ بورډ رییس: ځینې کسان ملي لوبغاړي د خپلو شخصي ګټو لپاره څرخوي
author avatar
16 Jun 2020 - 21:43

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹) : د کرکټ بورډ عمومي رییس وایي چې ځینې کړۍ او چارواکي د کرکټ د ملي لوبغاړو له استعدادونو او احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

د کرکټ بورډ رئيس دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې او د ځینو مدني فعالانو لخوا د کرکټ بورډ پر مشرتابه ځینې نیوکې وشوې.

وتلي سپورتي ژورنالیست جعفر هاند د (په کرکټ بورډ کې بزکشي روانه ده) تر عنوان لاندې د کرکټ بورډ په اړه یوه تفصیلي لیکنه خپره کړې ده.

هغه لیکلي : ((خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځینو مشرانو لوبغاړو‌ او د بورډ ځینو اوسنيو او مخکنيو چارواکو یو شمېر لوبغاړي او په خاص ډول ځوان لوبغاړي لمسولي او هڅولي چې ټول یو ځای ارګ ته ولاړشي او ولسمشر ته لاسلیکونه وکړي چې د بورډ په مشرۍ کې بدلون راولي او ددوی د خوښې کوم نفر رییس کړي.))

خو د کرکټ بورد عمومي رییس فرهان یوسفزي په یوه اوږده لیکنه کې د خلکو نیوکو ته ځوابونه ورکړي دي.

هغه لیکلي : (( کله چې د کرکټ بورډ ادارې ته راغلم نو په اداره کې ډېرې ستونزې موجودې وې، په اداره کې د بې باورۍ فضا اوج ته رسېدلې وه، دغه مهال له یوه لوري د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لوبې چې هیڅوک ترې راضي نه وو، ترسره شوې وې او له بل لوري هم د ادارې جوړښت یو شړېدلی حالت خپل کړی و.))

یوسفزي زیاته کړې، دده لومړنی ګام د لوبغاړو ترمنځ د یوه واحد غږ او یووالي رامنځته کول وو چې سربېره پر دې یې د ادارې پر جوړښت او غوره مدیریت کار پیل کړ، چې دا کارونه په خپل ذات کې اسانه نه دي، بلکې وخت ته اړتیا لري، خوده په ډېر کم وخت کې مهار او مدیریت کړای شول .

د کرکټ بورډ رییس وایي چې ، سربېره پر دې یې د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړ چې په دغه برخه کې یې هم د ادارې لپاره یو روڼ او بشپړ سیستم رامنځته کړ او د خپلو هېوادوالو د شکایتونو اورېدو لپاره یې یوه کمېټه هم رامنځته کړه، ترڅو دغه کمېټه د هېوادوالو شکایتونه واوري او دوی یې پر وړاندې ګام پورته کړ.

د هغه په وینا، پخوا به د بور‌‌‌‌‌‌ډ درهبرۍ غړي له کوم مورد پرته بې دلیله له هېواده بهر سفرونه کول او تر دې چې خپل خپلوان به یې هم له ځانونو سره بېول، خو زیان او جبران یې یوازې ادارې ته اوښته چې دوی  له دغه کار په کلکه ډډه کړې او هیڅکله یې هم داسې کار نه دی کړی چې اوسمهال اداره دغه زیان نه ویني او د سپما سبب شوی دی.

یوسفزي زیاته کړې چې له دې وړاندې به له بده مرغه ډېری کسان د واسطو او اړیکو پر بنسټ ګومارېدل، خو  دوی ټول کسان د ازاد رقابت او استعداد له مخې په دندو وګومارل او ځینې پر فساد ککړ کسان یې له دندو ګوښه او ځینې یې هم د ډسپلین کمېټې ته ورمعرفي کړل.

هغه په دې لیکنه کې د یو شمیر نورو فعالیتونو او کارونو یادونه هم کړې چې له امله یې ادارې او لوبډلې ته ګټې رسیدلې دي.

ده زیاته کړې : ((یو بل مهم ټکی چې یادونه یې کوم، هغه زموږ د لوبغاړو استعداد دی چې ډېر ښه استعداد لري، خو له بده مرغه کله ناکله د دوی له استعداد او احساساتو هم ناوړه ګټه پورته کېږي او یو شمېر کړۍ او افراد یې بیا په خپله ګټه څرخوي چې موږ به دغه ډول کسانو ته هیڅکله هم اجاز ورنه کړو، که څه هم دغه کسان د بېلابېلو چينلونو له لارې د فشار واردولو هڅه هم کوي، خو موږ به ورته اجازه ورنکړو، ځکه موږ ته ملي او د ادارې ګټې تر هرڅه لومړیتوب لري.))

د کرکټ بورډ رییس وایي، مفسد او فساد ته به هیڅکله هم په دغه ملي کور کې اجازه ورنکړي، که دوی هر ډول فشارونه وارد کړي.

هغه وایي چې یو شمیر کسانو شومې دسیسې جوړې کړې چې د ادارې مضره کړۍ  به د اصولو له مخې مجازات کېږي او پرديپاله اشخاص به ګرانو هېوادوالو ته ورپېژندل کېږي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.