ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بنده خوشی شوی طالب او سرتېری، دواړه سوله او ورورولي غواړي

له بنده خوشی شوی طالب او سرتېری، دواړه سوله او ورورولي غواړي

author avatar
17 Jun 2020 - 16:25
له بنده خوشی شوی طالب او سرتېری، دواړه سوله او ورورولي غواړي
author avatar
17 Jun 2020 - 16:25

کندهار، جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): له بنده راخوشی شوی طالب او د ملي اردو سرتېری، دواړه سوله غواړي، وایي”افغان وژنه” دې بنده شي او نور باید افغانان د کینو او نفرتونو پر ځای په سوله او مینه کې ژوند وکړي.

افغانستان کې له ۱۳۵۷ کال راهیسې تر بېلابېلو عنوانونو لاندې خونړۍ جګړې روانې دي، خو تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه وشوه او ورسره سولې ته د جګړو ځپلو افغانانو هیلې راوټوکېدې.

ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي او طالبانو هم د دولت شاوخوا ۵۵۰ بندیان خوشې کړي او دا لړۍ روانه ده.

پژواک خبري اژانس له یوه خوشی شوي طالب بندي او یو تن خوشی شوي د ملي اردو سرتېري سره مرکې کړې دي.

دغه دواړه چې مخکې د یو بل پر وړاندې سنګرونو ته ختل او د یو بل د وژلو هڅې یې کولې، اوس سوله غواړي او دواړه وایي چې نور باید «افغان وژنه» بنده شي.

له بنده خوشی شوی طالب

د کابل له څرخي پله زندان څخه خوشی شوی طالب زنداني سید عبدالمنتقم اغا وايي، د سولې له پیغام سره له بنده خوشې شوی، د سولې لپاره کار کوي او په هېڅ حالت کې بېرته جګړې ته نه ستنېږي.

د کندهار ښار اوسېدونکی ۲۴ کلن سید عبدالمنتقم اغا د طالبانو د هغو ۳ زره خوشی شوو زندانیانو له ډلې دی چې شل ورځې وړاندې د سولې پروسې په لړ کې له زندان څخه راخوشی شوی دی.

هغه له پنځه کاله او نهه میاشتې بند تېرولو وروسته تازه له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

منتقم اغا وایي، د ۱۳۹۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹مه د ملي امنیت ځواکونو په کندهار کې ونیو.

هغه چې تر ډېرو کړاوونو وروسته یې په سترګو کې د راتلونکي ښه ژوند هیله ځلېدله، خپله کیسه داسې پیل کړه:”د جمعې ورځې مازدیګر و، له خپل ملګري سره په باغ پل سیمه کې د سیند غاړې ته پر موټرسایکل تللی وم، د ملي امنیت کسانو تعقیب کړی وم چې د بېرته راتلو پر مهال یې د طالبانو په لیکو کې د کار کولو په تور ونیولم، لومړی یې حوزې، بیا ملي امنیت ریاست او بیا د کندهار زندان ته یوړم.”

ده زیاته کړه، درې ځلې یې محاکمه وشوه او درې واړو محکمو په ۸ کاله بند محکوم کړ، چې وروسته د څرخي پله زندان ته یوړل شو او هلته له پنځه کاله او نهه میاشتې بند تېرولو وروسته شل ورځې مخکې د سولې پروسې په لړ کې را خوشې شو.

خو د ده په خبره، په هېواد کې د سولې په ارمان خپل ټول دردونه او کړاوونه هېروي؛ ځکه اوس د کینو او نفرتونو پر ځای په زړونو کې د مینې او محبت پاللو وخت دی.

عبدالمنتقم اغا وايي، د یو ځوان په توګه یې نیم ژوند جګړو او زندان وخوړ، خو اوس غواړي خپل پاتې ژوند د خپلې کورنۍ له غړو سره په سوله او امن کې تېر کړي.

د ده په خبره، سوله یوازې د ده نه، بلکې د دې هېواد د هر اوسېدونکي یوازینۍ هیله ده، ځکه جګړو له افغانانو څخه هر څه اخیستي دي.

خو دی وايي، هڅه یې کوله ورو، ورو د زندان له ژوند سره ځان عادت کړي، په زندان کې د سهار له پلوه دیني او د ماسپښین له پلوه عصري مضامین ورته تدریس کېدل او د دې تر څنګ یې له خپلو زنداني ملګرو سره کرکټ او فوټبال هم کاوه او په دې توګه یې سختې ورځې تر شا پرېښودلې.

دی زیاتوي چې د زندان د مودې تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې دا ده چې د نبوي سیرت او د قران کریم د تجوید دستاربندي یې هم وکړه چې دی ډېر ورته خوښ دی.

منتقم اغا چې له دومره کړاوونو او شاوخوا شپږ کاله بند وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی، اوس ډېر خوښ دی.

ده وویل: “یوازې زه نه، زموږ ټوله کورنۍ او ټول دوستان زما په خوشې کېدو ډېر خوشحاله دي، اوس مې له نوو هیلو سره، له سره نوی ژوند پیل کړی او هېڅکله بیرته خپل تېر ته ستنېدل نه غواړم.”

هغه زیاتوي، د سولې پروسې په لړ کې د سولې له پیغام سره خوشې شوی او په خپل ټول توان به سولې ته کار کوي.

عبدالمنتقم اغا وايي، لویه هیله یې دا ده چې په هېواد کې دایمي اوربند وشي، د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پایله کې یې هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

د ده په خبره، له خپلو سلګونو زنداني ملګرو سره یو ځای چې ځینې خوشې شوي او ځینې به وروسته خوشې شي، دا هوډ کړی چې په هېڅ حالت کې به جګړې ته نه ستنېږي او خپل عادي ژوند به پیلوي خو د سولې لپاره به تر بل هر چا ډېر کار کوي.

د هغه په وینا، د ده له بندي کېدو سره یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی، پلار یې سپین ږیری دی او نور وروڼه یې کوچني دي.

د ده په خبره، غواړي لومړی د خپلې کورنۍ اقتصادي حالت ښه کړي او خپلې نیمګړې زده کړې هم بشپړې کړي او وروسته واده وکړي او خپل ژوند جوړ کړي.

هغه مخکې تر دې چې زندان ته لاړ شي د کندهار ښار د شپې په لیسه کې زده کړې هم کولې.

دی پر حکومت او طالبانو د پاتې بندیانو د ژر خوشې کېدو غږ کوي او له هغوی غواړي چې نور دې ژر تر ژره جګړه ودروي.

هغه په هېواد کې روانه جګړه افغان وژنه او ورور وژنه بولي وایي: “که عسکر مري هم افغان دی، که طالب مري هم افغان دی، نور باید په یوه نوم هم د افغان وینه تویې نه شي او ټول د وروڼو په څېر ژوند وکړي.”

منتقم اغا له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې افغانستان کې د سولې ټینګښت کې رښتینې همکاري وکړي، څو نور د افغانانو کړاوونه پای ومومي.

دی چې د سولې اوسنۍ پیل شوې پروسې ته ډېر خوښ او هیله من دی، دعا کوي چې دغه پروسه بریالۍ شي؛ داسې چې هم د ټولو ژوند په کې خوندي شي او هم په کې ملي ګټې وساتل شي.

له بنده خوشې شوی سرتېری

د طالبانو له زندانه يو ازاد شوی افغان سرتېری هم وايي چې د افغان وژنې د لړۍ پای ته رسېدو لپاره بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره سوله وشي.

دغه سرتېری اجر نبي نومیږي او د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه دوه کاله ملي اردو کې دنده ترسره کړې، خو وروسته یې شاوخوا دوه کلونه له طالبانو سره اروزګان کې بند کې تېر کړي دي.

هغه وایي:”اردو کې وم، د ارزګان ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې موږ باندې جنګ وشو، طالبانو سره اسير شوم، اوس چې د بنديانو د تبادلې لړۍ پيل شوې زه راخوشې شوم.”

دی هیله لري چې د بنديانو تبادله دوام پيدا کړي او افغان وژنه بنده شي.

اجر نبي د زندان د شپو ورځو په اړه وایي:”ډوډۍ سمه نه رسېده، خو اوبه په کې پرېمانه وې خپله څاه موجود وه، حمامونه هر څه و، خو موږ ته رسيدګي نه کېده، درې کسان په يوه ورځ مړه شول، چا يې غم نه خوړ، حتی بوي يې وکړ.”

خو هغه زیاتوي چې د هېوادوالو او هېواد د ساتنې لپاره يې له طالبانو سره په دوه کلن بند کې ټولې سختۍ هېرې کړي او بيا يې اردو ته د تګ اراده شته، خو تر هر څه وړاندې د افغان وژنې لړۍ بندېدل غواړي او وایي دې چارې ته رسېدل يوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په سوله کې ممکن دي.

اجر نبي وایي، سوله یې ارمان دی، نور غواړي چې په هېواد کې ځوانان قتل نه شي، ژر تر ژره د سولې پروسه بشپړه شي او ټول هېوادوال سوله ییز ژوند ولري.

ده زیاته کړه:”زه چې له طالبانو سره په سمڅو کې د بند شپې ورځې یادوم، نو سخت د سولې ارمان کوم، دعا کوم چې سوله ژر وشي، څو زما نور ملګري هم خپلو کورنیو سره یو ځای شي.”

دی وايي، په اردو کې د دندې پرمهال يې واده کړی و، درې مياشتې يې د واده کېدې چې طالبانو ونيو؛ خو هغه ورځ يې کورنۍ او خپلوان ډېر خوښ و چې د طالبانو له بنده ازاد شو او بېرته خپلې کورنۍ ته راوګرځېد.

هغه له خدای (ج) غواړي چې سوله ټینګه شي، ټول بندیان له بنده خوشي شي او کورنۍ یې د ده د کورنۍ په څېر خوښۍ وکړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.