کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال بودجې د تعدیل طرحه چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه جوړه شوې وه، د نړیوالۍ ټولنې په مرستو کې د رونټیا د نه شتون له امله رد کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بوجې کمېسیون نن دغه طرح عمومي غونډې ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني وویل چې پر دې طرحه په څو غونډو کې بحث شوی او اړتیا ده چې د رایو لپاره عمومي غونډې وړاندې شي.
خو د کمېسیون راپور ورکوونکو چې په ګډو غونډو کې یې ګډون کړی و، د بودجې تعدیل یې د خلکو په حق کې یوه جفا وګڼله او د رد غوښتنه یې وکړه.
د هرات ولایت استازي او د تقنیني چارو کمېسیون راپور ورکوونکي منورشاه بهادري وویل: «د نړیوالې ټولنې مرستې، چې راغلې، چېرته مصرف شوې؟ چې اوس موږ له کرونا سره د مبارزې لپاره د پروژو بودجه تعدیل کړو، د بودجې تعدیل د خلکو په حق کې ظلم دی او باید اجازه ور نه کړو چې د خلکو په حق کې ظلم وشي.»
د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل او د بوجې د تعدیل طرحې د رد غوښتنه یې کوله.
په پایله کې دغه طرحه رايې اخیستو ته وړاندې شوه او پر اکثریت رایو رد شوه.
د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني له غونډې وروسته رسنیو ته وویل، د کرونا ویرویس د مخنیوي لپاره ګرځبندیز وضع کېدل، د سرحدونو تړل کېدل او د عوایدو کچې راټیټېدل د دې لامل شو چې حکومت تصمیم ونیو بودجه تعدیل کړي.
هغه وویل، د بودجې په تعدیل شوې طرحه کې اته میلیارده افغانۍ د زراعتي محصلاتو ساتلو په موخه د ۱۶زره سړو خونو جوړولو، شاوخواد پنځه میلیارده افغانۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې، شاوخوا شش ميلیارده افغانۍ بېوزلو ته د وچې ډوډۍ د وېش لپاره ځانګړې شوې وې.
د هغه په وینا، د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې چې د کال په پيل کې تایید شوې وه، ۱۲ میلیارده افغانۍ کسر درلود او اوس مهال دغه رقم ۴۸ میلیارده ته رسېدلی دی.
هغه وویل، حکومت غواړې یاد کسر له نړیوال صندوق څخه د ۱۷ میلیارده افغانیو په قرضه اخیستو چې د دواړو مجلسونو د پلاوو له خوا په دوو مجلسونو کې تصویب شو، ۱۲ میلیارده د افغانستان بانک عواید او نورې سرچینې کسر له مینځه یوسي.
د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشترک پلاوي تېره شنبې د قرضې اخیستو طرحه تصویب کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن