ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین د هند ۲۰ سرحدي سرتېري وژلي

چین د هند ۲۰ سرحدي سرتېري وژلي

author avatar
17 Jun 2020 - 10:01
چین د هند ۲۰ سرحدي سرتېري وژلي
author avatar
17 Jun 2020 - 10:01

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د هندوستان او چین ترمنځ پر سرحدي سیمې د نښتې له امله ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د چین او هند ترمنځ د لداخ په نوم د یوې سیمې پر ملکیت له کلونو راهیسې لانجه روانه ده او پخوا هم پرې نښتې شوې دي.

سرچینو زیاته کړې چې هندوستان په دې وروستیو کې په یاده متنازعه سیمه کې د ځینو تعمیراتو کارونه پیل کړي وو چې د چین له خوا یې مخنیوی کېده.

د هند د پوځ له خوا پرون ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لداخ کې وړمه شپه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

هندي پوځ ویلي چې د دوی ځواکونه د جګړې له سیمې شاته شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښته کې د چین سرحدي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو چین تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.