ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د حکومت ۳۵ نور بندیان خوشې کړي دي

طالبانو د حکومت ۳۵ نور بندیان خوشې کړي دي

author avatar
18 Jun 2020 - 10:38
طالبانو د حکومت ۳۵ نور بندیان خوشې کړي دي
author avatar
18 Jun 2020 - 10:38

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې دوی د حکومت ۳۵ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د شپې ناوخته لیکلي چې له خپلو زندانونو څخه یې یاد بندیان خوشې کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا په کوم ولایت کې خوشې شوي.

بلخوا د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي چې طالبانو ددغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۳۴ بندیان خوشې کړي دي.

هغه پژواک ته وویل چې طالبانو دا بندیان سره صلیب ته سپارلي وو او هغوی بیا د لغمان ځایي مسوولینو ته وسپارل.

ددولت زي په وینا، له خوشې شویو بندیانو سره د لغمان والي او نورو مسوولینو ولیدل او بیا یې خپلو کورونو ته ولیږدول.

ده زیاته کړه، دا لا معلومه نه ده چې په دې کې څومره دولتي سرتېري اوملکي وګړي شامل دي.

د طالبانو له خوا تراوسه د حکومت شاوخوا ۶۰۰ بندیان خوشې شوي، خو حکومت وایي چې په دې کې یو شمېر ملکي وګړي او ملکي مامورین هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر د تړون له مخې، تراوسه حکومت د طالبانو درې زره بندیان خوشې کړي او ولسمشر اشرف غني اعلان کړی چې پاتې دوه زره نور به هم خوشې کړي.

بلخوا  له پرون راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ یو ځل بیا پیل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.