ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې ٢٧٨٧٨ کسان پر کرونا اخته او ٥٤٨ مړه شوي دي

افغانستان کې ٢٧٨٧٨ کسان پر کرونا اخته او ٥٤٨ مړه شوي دي

author avatar
19 Jun 2020 - 14:28
افغانستان کې ٢٧٨٧٨ کسان پر کرونا اخته او ٥٤٨ مړه شوي دي
author avatar
19 Jun 2020 - 14:28

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٤٦ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٢٧٨٧٨ ته لوړه شوه .

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ٣٠ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٩٣ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٣٤٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٢٧٨٧٨ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢٣١ په کابل، ٢٥ په کندهار، ٢٥ په پکتيا، ١٩ په باميان، ١٣ په نيمروز، نهه په هلمند، شپږ په کندوز، شپږ په اروزګان، پنځه په تخار، څلور په زابل، دوه په نورستان او يوه هم په ننګرهار ولايتونو کې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٠٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۶٩۰٢ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٥٤٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس د ناروغانو درملنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.